شاته

رازق: سپین بولدګ کې۵۰ نه، څلور افغان سرتېري وژل شوي

د پاکستان د پوځ یو جنرال ادعا کوي چې ۵۰ افغان سرتیري یې وژلي دي، خو د کندهار د امنیې قومندان وايي چې له پاکستان سره په جنګ کې۵۰ نه څلور افغان سرتیري وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو لوړ پوړي چارواکي جنرال ندیم احمد ادعا وکړه چې د چمن- سپین بولدګ په جنګ کې یې د افغان ځواکونو پنځه امنیتي پوستې یې ویجاړې کړي او شاوخوا ۵۰ تنه یې هم ور وژل دي.

اسوشیټډ پرس وایي ندیم احمد دا وویل چې په جنګ دوه پاکستاني سرتيري هم وژل شوي او شاوخوا نهه نور ژوبل دي.

خو د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایتونو اپراتیفي مشر جنرال عبدالرازق د پاکستان د سرحدي قواوو د قومندان جنرال ندیم ادعا له حقیقت څخه "ډېره لرې او دروغ" بولي.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل چې جنرال ندیم "مطلق درواغ" وايي هغه وویل "کله چې د پاکستاني نظاميانو دوه ټانګونه زموږ د عسکرو له لوري وسوځول شول، سرحدي عسکر د سوځیدلو ټانګونو په سیمه کې را ټول شوي وو چې په منځ کې يې د هاوان ګولۍ ولګیده زموږ ۱۴ عسکر پدې پېښه کې ټپیان او څلور ووژل شول او لقمان او جهانګیر کلي د خط پر صفري نقطه اباد دي او زموږ پوستې له سیمي څخه دوه سوه میتره لرې دي خو د پاکستان د عسکرو د سرخولۍ او یونیفورم هم زموږ عسکرو ورڅخه را وړي د چمن په کیله کې تر ۴۰ زیاتو نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې".

لا معلومه نه ده چې د ژوبل شویو افغان سرتېرو وضعیت څنګه دی او جنرال رازق یې هم په اړه معلومات ورنکړل. ښاغلي رازق وویل د پاکستاني پوځ په برید کې دوه ولسي افغانان چې یوه یې ښځه وه هم وژل شوي.

معمولآ په داسې پیچلیو او جنګي حالاتو کې مطبوعاتو ته سخته وي چې د تلفاتو دقیق ارقام پیدا کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز مشر صدیق صدیقي په خپل رسمی ټویټر کې لیکلي "افغان حکومت د پاکستاني ملېشو له لوري د ۵۰ افغان سرتېرو د وژلو دروغجنه ادعا په کلکه ردوي".

افغان او پاکستاني ځواکونو څو ورځې مخکې د چمن-سپین بولدګ په سیمه کې جنګ وکړ. افغان چارواکي وایي پاکستان د افغانستان خاورې ته د سرشمېرنې ډلې استولې وې، خو پاکستان ادعا کوي چې دا سیمه د دوی ده.

افغان چارواکي وايي لومړۍ ډزې پاکستانیانو وکړې خو پاکستاني چارواکي وايي لومړۍ ډزې افغانانو کړي دي.

د کندهار د امنیي قومندان جنرال عبدلرازق امریکا غږ اشنا ته وویل چې د پاکستان په برید کې څلور افغان سرحدي سرتېري او دوه ولسي خلک وژل شوي دي چې یوه ښځه او بل یې ماشوم دی. نوموړي وویل همدغه ۳۷ نور چې، ۱۴ یې سرحدي سرتېري دي، ژوبل شوي دي.

پاکستاني او افغان پولیس وخت ناوخت د ډیورنډ پر کرښه له یو بل سره نښته کوي، د ډیورېند کرښه چې شاوخوا ۲۴۰۰ کیلو مېتره ده د ۱۹پېړۍ په وروستیو کې انګریزانو وګښله، اسلام اباد دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد بولي، خو افغانستان یې په رسميت نه پيژني.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

     

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي