شاته

پاپ په بم د 'مور' د نوم له اېښودلو سره مخالفت وکړ

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د امریکا د پوځ یوغیر اتومي وسلې ته "د بمونومور د نوم په کارولو کلکه نیوکه کړې ده.

پاپ فرانسیس وايي د مور نوم باید یوې وژونکې او قاتلې وسلې ته ونه کارول شي.

د امریکا پوځ تېره میاشت "د ټولو بمونو مور- MOAB " په نامه یو بمب د افغانستان په ختیځ کې د داعش د مشکوکو جګړه مارانو په څمڅو او تونلونو استعمال کړ. د دغه بمب، چې له اتوم وروسته تر ټولو لوی بلل کیږي، اصلي نوم ( جي بي یو- ۴۳) دی.

د داعش پر جګړه مارانو د دغه بمب له برید وروسته ټولو نژدې ټولو مطبوعاتو په خپلو راپورونو او خبرونو کې دا د " ټولو بمونو مور" یاد کړ.

رویټرز وايي پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ د زده کوونکو یوې غونډې ته وویل "ما چې کله دا واورېده، وشرمېدم. مور ژوند بخښونکې ده، دا –بمب- قتل کوي او موږ بیا داسې یو وسیلې ته مور ووایو. دا څه شوي؟".

ټاکل شوې چې د مۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه پاپ فرانسیس د متحدو ایالتونو له ولسمشر دونالد ټرمپ سره وویني، دا غونډه ځکه سخته بلل کیږي چې دواړه مشران د کډوالو، مهاجرت او اقلیم د بدلون په اړه متضاد او جلا دریځونه لري.

دا لمړی ځل دی چې د نړۍ یو دیني مشر د امریکا د پوځ "د ټولو بمونو مور- MOAB " پر نوم نیوکه کوي. امریکايي چارواکي وايي چې د دغه بمب په برید کې یې د داعش لسګونه مشکوک ترهګر وژلي، څمڅي او تونلونه یې ویجاړ کړي او ډېر زیان یې ور اړولی دی.

چارواکي وايي دا بمب یې ځکه هلته استعمال کړ چې له نورو لارو یې مشکوک اورپکي داسې ختمولی او په نښه کولی نشول.

که څه هم افغان حکومت د امریکا د دا ډول بمب استعمال د ترهګرو پر ضد د روان جنګ یوه برخه وبلله، مخکني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د "MOAB" کارول کلک وغندل او وویل چې افغانستان د وسلو د ازمایلو ځای نه دی.