شاته

د 'جنوبي اسیا' توغول شوې سپوږمکۍ افغانستان ته څه ګټې لري

د هند د فضايي څيړنو سازمان د 'جنوبي آسیا' په نوم یو سټلایټ چې په کې د افغانستان په ګډون اووه هیوادونه شریک دي فضا ته واستوله.

ولسمشر غني دا کار د سیمه‌‌ ایزې همکارۍ لپاره مهم بللی دی.

دا سپوږمکۍ د جمعې په ورځ( مۍ۶) فضا ته وتوغول شوه چې د هند په ګډون افغانستان، بنګله‌دیش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا په کې خپلې ونډې لري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي چې د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ کې افغانستان د هند په مرسته د نورو غړو هیوادونو په څیر مساوي ونډه لري او له دغې سپوږمکۍ څخه به د اړیکو، ارتباطاتو او کرنې په برخو کې ګټه واخلي.

د دغه وزارت سرپرست انجینیر سید احمدشاه سادات امریکا غږ اشنا ته وویل "دا د افغانستان لپاره یو مثبت ګام او د هندوستان یوه همکاري ده، چې له افغانستان سره یې کوي، په دې کې موږ دوه 'ټرانسفونډر' لرو او د افغانستان د جغرافیې په برخه کې، چې د مثال په توګه په کومو ځایونو کې غنم ډیر کرل کیږي، کوم ځای کې وچکالي ده، کومو ځایونو کې بندونه دي، کومو ځایونو کې اوبه دي او بله دا چې له دغې سپوږمکۍ څخه موږ د 'آی ټي کمونیکشن' برخه کې استفاده کولی شو".

ښاغلي سادات زیاته کړه، چې فضا ته د دغې سپوږمکۍ د استولو پریکړه د سارک سازمان د غړو هیوادونو له خوا شوې وه او پاکستان هم په کې د یو شریک هیواد په توګه شامل و، خو دغه هیواد په کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

ارګ په یو بیان کې ویلي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې فضا ته د 'جنوبي اسیا سپوږمکۍ' د توغولو په مراسمو کې کډون وکړ او دا یې د سیمه‌ییزې همکارۍ په ډګر کې یو سترګام وباله.

افغانستان ته یې نورې ګټې

د ارګ د بیان له مخې د یادې سپوږمکۍ په مرسته به په دغې پروژې کې شاملو هیوادونو ته د تلویزیوني نشراتو د خپرولو، بانکدارۍ او الکترونیکي حکومتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوژۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوې ټیکنالوژۍ د چارو کارپوه او د افغانستان د مخابراتو وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان امریکا غږ اشنا ته وویل، د جنوبي آسیا سپوږمکۍ د دغو آسانتیاو تر څنګ د هوا د حالاتو او د طبعیي پیښو په معلومولو کې هم اغیزمن رول لوبولی شي.

ښاغلي مرجان وویل "افغانستان کې طبعیي آفات همیش وي، لکه زلزلې، سیلابونه او داسې نور مسایل، نو موږ کولی شو چې له دغه سټلایټ څخه، د یادو آفاتو پر وخت او یا له هغې نه مخکې د معلوماتو د راکړې ورکړې لپاره ترې کار واخلو، د زراعت سکتور کې د زراعت وزارت کولی شي، چې له دغه سټلایټ څخه د (جي . آی . ایس) سیسټمونو او یا د نقشو په جوړولو کې کار واخلي."

له دې مخکې افغانستان له یو بهرني شرکت څخه د 'افغان سټ' په نوم سپوږمکۍ کرایه کړې وه او فضا ته استولې ده، چې د افغانستان په لرې پرتو سمیو کې د ډیجیټل تلویزون خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغې سپوږمکۍ کرایه هرکال څلور میلیونو ډالرو ته رسیږي، چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې کار کوي او له هغې وروسته به د 'افغان سټ ۲' په نوم بله سپوږمکۍ فضا ته واستوي.