شاته

د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ یو ځل بیا وسله والو طالبانو ونیوله

له تیرو څلرویشتو ساعتونو راپه دیخوا د کندوز د قلعه ذال ولسوالۍ پر مرکز او د تخار کندوز پر لویه لار په پرتو امنیتي پوستو باندې د دولت مخالفو وسله والو بریدونه کړی و.

د کندوز د پولیسو یو تن مامور چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي امریکاغږ ته یې وویل چې نن سهار په ځايي وخت ۱۰ نیمې بجې افغان ځواکونو قلعه ذال طالبانو ته پریښوده او سرتیري د ولسوالۍ ختیځ لور ته په شا شوي دي.

دغې سرچینې دا هم وویل چې طالبانو ته په جګړه کې زیات تلفات اوښتي دي.

سرچینه وايي چې له تیرې ورځې پیل شوې جګړې په ترڅ کې تقریبا ۴۰ تنه طالبان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز لوړپوړې امنیتي او ملکي چارواکي د قلعه ذال د سقوط په اړه له مطبوعاتو سره خبرې نه کوي، د کندوز ولایت د مطبوعاتي دفتر یو تن مسول نعمت الله تیموري وايي چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی خو جګړه د قلعه ذال شاو خوا سیمو کې جریان لري.

هغه هم د تلفاتو په اړه څه ونه ویل او زیاته یې کړه چې مخالفینو ته یې زیات تلفات اړولي دي.

د قلعه ذال یو تن اوسیدونکی شمس الله وايي چې د قلعه ذال ولسوالۍ له مرکز څخه بیګا شپه افغان سرتیري راوتلي دي او طالبانو دغه ولسوالي نیولې ده.

د کندوز د قلعه ذال ولسوالۍ اوسیدونکی او د کندوز د ولایتي شورا غړی اسدالله سادات د قلعه ذال سقوط تاییدوي او وايي چې هغه دولتي ادارې چې په یو کتار جوړې شوي نن سهار ۹ بجې طالبانو نیولي دي.

هغه وايي چې په جګړه کې عامو خلک له خپلو کورونو وتلي او کیدای شي تلفات هم ولري.

تیر کال هم یو ځل د قلعه ذال ولسوالي طالبانو نیولې وه، چې له دوه اونیو وروسته افغان سرتیرو په تلفاتو ورکولو سره بیرته ونیوله.

قلعه ذال د کندوز شمال غرب لورته پرته ولسوالي ده چې له تاجکستان سره سرحد کې پرته ده.

تیره اونۍ په بدخشان کې هم د زیباک ولسوالي طالبانو ونیوله او لا هم په کې مخالفین واکمن دي.

له بلې خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي ادعا کوي چې د دوي طرفدارو د ولسوالۍ له نیولو پرته په زیاته اندازه مهمات او جنګي وسایل هم نیولي دي.

مجاهد بیا په جګړه کې افغان سرتیرو ته د تلفاتو د وراړلو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.