شاته

روسیې امریکا ته په خوندي سیمو د بمبارۍ خبرداری ورکړ

روسېه واېي چې په سورېه کې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف جیټ الوتکې اجازه نه لري چې پس له دې پرهغه خوندي سېمو هواېي بمباري وکړي چې روسېې، ایران او ترکېې ېي په سورېه کې د جوړلو پرېکړه کړې .

روسېه واېي داخوندي سېمه چې د (de-escalation zone) په نوم ېادیږي سورېه کې د روان شپږ کلن جنگ د پای ته رسولو په خاطر جوړیږي. دغه سیمې به د امریکاېي الوتکو په شمول د ټولو ائتلافي الوتکو پرمخ وتړل شي.

په قزاقستان کې د سورېې په هکله د مذاکراتو لپاره د روسېې د حکومت استازي الکذاندر لاورېنټېف د جمعې په ورځ مطبوعاتو ته ووېل چې په "خوندي سېمو کې د نړېوال ائتلاف په شمول د ټولو الوتکو فعالیت په قطعي توگه منع دی. حملې ېي نه د مخکېنۍ اطلاع پراساس جواز لري او نه بغیر د ا طلاع نه."

روسېې،ترکېې او ایران دپنجشنبې په ورځ په مسکو کې په دې ارتباط پر ېوې پرېکړې لاس لیک کړی او ژمنه ېي کړې چې په استانه کې د لاس لیک شوې موافقې دعملي کولو تضمین به کوي.

د سورېې رژیم او مخالفانو د موافقې په لاس لېک کولو کې برخه وانه خېستله خو د بشارالاسد حکومت وېلي دي چې مخالفت به ېي ونه کړي.

دقزاقستان د بهرنیو چارو وزارت دجمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سورېي په اړه به دوهم ځلي په روانه مېاشت کې په ژنېو کې پېل شي او روسېه، ایران او ترکېه به بله غونډه په استانه کې په جولاېي کې کوي.