شاته

سعد محمد د قرانکریم تر ټولو اوږده نسخه ولیکله

د مصر اوسېدونکی، سعد محمد پدې هیله په لاس د قرانکریم د یوې نسخې په لیکولو کار پیل کړ چې غوښتل یې اثر د نړۍ د قرانکریم تر ټولو اوږده نسخه وبلل شي.

که څه هم چې ښاغلی سعد محمد په پنځم ټولګي کې ښوونځی پرېښود خو په نورو برخو کې یې خپلو مهارتونو ته وده ورکړه. هغه په یوه کم ساري نوښت سره د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي د قرانکریم یوه اوږده نسخه په لاس لیکلې ده.

سعد محمد لس کلن و چې د مطالعې په کولو یې کوښښ وکړ لیک او لوست زده کړې. نوموړی د مصر په داسې یوه کلي کې زیږېدلی چې ډیری خلک یې بېسوداه دي.

سعد محمد هیله مند دی چې د ده په لاس لیکل شوې د قرانکریم نسخه به د نړۍ د لویو ریکاردونو په کتاب (ګینس) کې د تر ټولو اوږدې نسخې په توګه درج شي.

سعد وویل: "کله چې ما قران ولیکل، البته چې ما باید ددغه کتاب لیک دود زده کړی وای زه یو خطاط نه وم خو لږ تر لږه د لیکولو بڼه مې باید ښه وای."

سعد محمد ویلي چې د قرانکریم د نسخې د لیکلو په کار کې یې مالي ستونزې ګاللي دي خو لدې سره سره یې کوښښ کړی اثر یې عالي او تل پاتې وي.

سعد محمد د قرانکریم د نسخې پر لیکلو دري کاله کار وکړ. هغه تمه لري چې د مصر حکومت او نورې ټولنې ورسره د ګېنس په کتاب کې د خپل اثر د ثبتولو په هڅو کې همکاري وکړي.