شاته

یونسیف: کډوال ماشومان د اروپا په لار په "روحي ناروغۍ" اخته کیږي

یونان، بلغاریا، هنگري او د بالکان حوزې په هیوادونو کې د ٧٥ زرو ایسارو پناه غوښتونکو وضعیت چې د دریو نه یوه برخه یې ماشومان دي د اندیښنې وړ دی. ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی چې اکثر دغه مهاجر په رواني مشکلاتو اخته دي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانه د ملاتړ سازمان یونیسف په ځانگړې توگه د هغو ښځو او ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی چې په یونان او د بالکان په هیوادونو کې گیر پاته دي.

وروسته له هغې چې ترکیې د اروپایي ټولنې سره د مهاجرو د کنترولولو لپاره موافقه لاس لیک او پلې کړه، اوس د یونسیف د رپوټ په بنسټ د یونان او د بالکان د حوزې په څیر په ترانزیتي هیوادونو کې د مهاجرو د اسنادو د بشپړه کیدو پروسه له یو نه تر دوو کلونو پورې وخت نیسي.

اروپا ته په لار په ترانزیتي هیوادونو کې د هرو دریو مهاجرو نه یو یې ماشوم دی

اروپا ته په لار په ترانزیتي هیوادونو کې د هرو دریو مهاجرو نه یو یې ماشوم دی

په اروپا کې د یونسیف ځانگړی هم آهنگ کوونکی افشان خان، وایي د کورنیو سره د ایسارو پناه غوښتونکو د یوځای کیدو د پروسې ورو والی د مهاجرو د رواني مشکلاتو سبب کیږي او هغوی ته اندیښنې زیږوي. هغه وایي چې ملگري ملتونه دغه ډلې پناه غوښتونکو ته د رواني درملنې امکان برابروي.

اکثر مهاجرې میندې چې کلونه کلونه د اروپا په ترانزیتي هیوادونو کې گیر پاته دي د ناامیدۍ او بې وزلۍ احساس کوي او د یونسیف د یو همکار ټولنیر مرکز د وکیلې صوفیا زیپلي په وینا ددغو میندو سخت رواني یا روحي وضعیت د ماشومانو پر روحي سلامتیا باندې هم اثر کړی دی.

زیات شمیر مهاجرې کورنۍ سره ویشل شوي او جلا شوي دي په دې معنی چې پلار او یا د کورنۍ بل غړی هغه ځای ته چې غوښتل یې رسیدلي او د کورنۍ نور غړي اوس هم په یونان، بلغاریا، هنگري او یا د بالکان حوزې په هیوادونو کې سرگردان پاته دي.

د ملگرو ملتونو په وینا د پناه غوښتونکو د منلو د پرورې بهیر ډیر ورو دی

د ملگرو ملتونو په وینا د پناه غوښتونکو د منلو د پرورې بهیر ډیر ورو دی

د هغو شمیرو له مخې چې ملگرو ملتونو وړاندې کړي په تیر میلادي کال کې یواځې په یونان کې د کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره شاو خوا ۵۰۰۰ درخواستونه ورکړل شوي وو، چې ٧٠٠ یې د بې سرپرسته ماشومانو له لورې وو. پدوې کې یواځې ۱۱۰۷ درخواست کوونکي توانیدلي دي چې په مطلبو هیوادونو کې د خپلو کورنیو سره یوځای شي.

ملگرو ملتونو اروپایي هیوادونه هڅولي دي چې د مهاجرو د درخواستونو د منلو پروسه ساده کړي تر څو سره بیل شوې کورنۍ سره یوځای شي.

ملگرو ملتونو ژمنه کړې ده چې د روحي او رواني خدمتونو د وړاندې کولو تر څنگ په یونان، بلغاریا، هنگري او د بالکان په هیوادونو کې د ماشومانو د زده کړو او ساتنې د مرکزونو په جوړولو سره د مهاجرو ماشومانو وضعیت ته پاملرنه وکړي.