شاته

د حکمتیار د هرکلي په مراسمو کې د جنبش او جمعیت د مشرانو نشتون

د افغانستان ملي اسلامي جنبش ویلي دي چې د حکمتیار سره د سولې د موافقې مخالف نه دی، خو جنرال دوستم ونشو کړای چې د هغه د هرکلي په مراسمو کې گډون وکړي.

د افغانستان د اسلامي حزب د مشر گلبدین حکمتیار د هرکلي په مراسمو کې چې د پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست په ارگ کې وشول د اکثرو گوندونو او سیاسي بنسټونو مشرانو گډون کړی و. د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د ملي اسلامي جنبش د مشر عبدالرشید دوستم او د افغانستان د اسلامي جمعیت مشرانو صلاح الدین ربانی او عطا محمد نور نه گډون د پوښتنې وړ و.

د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج، د امریکا غږ ته وویل چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال د ارگ مراسمو ته بلل شوی و خو هغه په کې گډون ونه کړ.

ښاغلي ته ینج وویل "مونږ د هر فرد او ډلې چې د افغانستان تر بیرغ لاندې غواړي فعالیت وکړي او اساسي قانون ومني، ملاتړ کوو. په دې محفل کې د ښاغلي دوستم شتون او یا نه شتون مهم نه دی".

د ښاغلي ته ینج، په وینا د جمهور رئیس لومړی مرستیال اوس په کابل کې اوسیږي.

د کورنیو جگړو پر وخت اسلامي جنبش اسلامي د هم آهنگۍ د شورا په نامه ایتلاف کې گډون درلود چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او د عبدالعلي مزاري په مشرۍ حزب وحدت اسلامي په کې هم شامل وو.

جمعیت اسلامي

د بلخ د والي عطامحمد نور یو نږدې شخص طاهر قادري د امریکا غږ ته د فیسبوک له لارې په یو پیغام کې وویل چې ښاغلی نور د پنجشنبې په ورځ د افغانستان نه بهر و، او "د هغه د نه گډون موضوع ردیږي".

ښاغلي قادري په دې هکله چې آیا ښاغلي نور ته د ښاغلي حکمتیار د هرکلي په مراسمو کې د گډون بلنه ورکړل شوی وه یا نه، څه ونه وویل.

د بلخ والي په پیل کې د سولې د بهیر سره د گلبدین حکمتیار د یوځای کیدو هرکلی کړی و، خو په تیرو څو اونیو کې یې "د اسلامي حزب پلوي افرادو ته د وسلو د توزیع کولو" په اړه اندیښنه څرگنده کړې وه.

له بل اړخه په امنیتي سکتور د اصلاحاتو لپاره د دولت وزیر امرالله صالح، په دې اړه چې گلبدین حکمتیار طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی یو ضمني غبرگون څرگند کړی دی.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي چې "یو شمیر د خپلو وروڼو له ویرې د افغانستان د سرښندونکو امنیتي او دفاعي قواو تر حمایت لاندې ژوند کوي او دغه ویره دومره جدي ده چې په خپل شاوخوا یې اوه کانکریټي او فولادي دیوالونه راتاو کړي دي. د ورور او وروولۍ، نه تعریف شوې بڼه!".