شاته

ټرمپ وایي چې د اسرایلو او د فلسطین سولې ته ژمن دی

د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ د فلسطین د جمهوررئیس محمود عباس سره په ملاقات کې دا ژمنه وکړه چې د فلسطین او اسرایلو تر منځ به د سولې د ټینگیدو لپاره کار وکړي. ښاغلي ټرمپ داسي څه وه نه ویل چې هغه به د دغو دواړو خواوو ترمنځه سوله څنگه ټینگه کړي.

په سپینې ماڼۍ کې د دغو دواړو مشرانو د ملاقات په وخت ښاغلي ټرمپ د فلسطین د جمهوررئیس محمود عباس نه وغوښتل چې د هغو خلکو په خلاف څرگند دریځ غوره کړي چې د اسرایلو په ضد تشدد راپاروي. ښاغلي ټرمپ د اسرایلو او فلسطینیانو د مسئلې د حل لپاره د دوو بیلو بیلو خپلواکه ملکونو د طرحې په هکله څه وه نه ویل. ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د محمود عباس سره یوځاي په خبرو کې وویل "مونږ به دا کار کوو." هغه زیاته کړه چې د فلسطين او اسرایلو د مسئلې د حل لپاره به د یو منځگړي او د فرصتونو د برابرولو رول ولوبوي.

محمود عباس وویل چې په سیمې کې د سولې لپاره دا ضروري ده چې فلسطینیان په سوله کې ژوند وکړي. هغه زیاته کړه چې د فلسطین پایتخت به بیت المقدس وي او دا به د ١٩٦٩ کال نه د مخکې د سرحدونو په اساس وي خو اسرایل وایي چې دا یې امنیت په خطر کې اچوي.

د یادوني وړ ده چې امریکا ته د محمود عباس د سفر نه مخکې د اسرایلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو د فرورۍ په میاشت کې امریکا ته سفر کړی و. هغه د امریکا د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې د شروع کیدو نه زر وروسته امریکا ته په دی امید راغی چې د نوي جمهور رئیس سره ښې اړیکي پیدا کړي.

په ښاغلي ټرمپ باندې هغه وخت نړیوالو سخت انتقادونه وکړل چې هغه د اسرایلو او فلسطینیانو د مسئلې د حل لپاره د دوو خپلواکه ملکونو د حل د طرحې عملي کول دغو دواړه خواو ته پرښودل. هغه وویل چې دغه مسئله به د اسرایلو او فلسطین مشران په خپله حل کړي.