شاته

ټلرسن: په افغانستان کې د مشروع سولې په لټه کې یو

د متحدو ایالاتو د باندنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې د امریکا د ګټو پراختیا او د مشروع سولې تګلاره لري.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر، ریکس ټلرسن، د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر دونالد ټرمپ د حکومت باندنۍ تګلاره او لمړیتوبونه تشریح کړل.

ښاغلي ټلرسن چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت کارکوونکو ته یې وینا کوله د شمالي کوریا د اټمي کړکیچ ختمول، له چین او روسیې سره اړیکې او په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په ضد مبارزه د امریکا د بهرنۍ تګلارو په لمړیتوبونو کې وشمیرل.

ښاغلي ټلرسن څلویښت دقیقې وینا وکړه او په ترڅ کې یې د افغانستان په اړه ایله همدومره وویل چې پدغه هیواد کې د "مشروع سولې" په لټه کې دی.

"مونږ په افغانستان کې د سولې د یو مشروع بهیر د لارې خپل ګټې پراخوو."

واشنګټن که څه هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند او د افغانستان حکومت تر منځ د سولې هرکلی کړی، خو د ولسمشر ټرمپ حکومت تر اوسه له طالب جنګیالیو سره د سولې په اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې-اترې له دوو کالو راهیسې په ټپه دریدلي دي.

پداسې حال کې چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مشروع سولې په اړه خبرې کوي، د دغه هیواد د دفاع وزارت بیا افغانستان ته د اضافي پوځي ځواکونو پر لیږلو غور کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قواماندان، جان نکلسن، د زرګونو اضافي پوځیانو غوښتنه کړې ده تر څو د ده په خبره جګړه له اوسني "بن بست" څخه وباسي.