شاته

پاکستان او ایران د خپلو پولو د امنیت په اړه موافقه وکړه

پاکستان وایې چې له ایران سره یې پر داسې یوې موافقې هوکړه کړې چې پر اساس یې دواړه هېوادونه د خپلو پولو په اوږدو کې امنیتي تدابیر زیاتوي.

د ایران او پاکستان په پوله کې د لسو ایراني سرحدي ساتونکو تر وژل کیدو وروسته د تهران او اسلام آباد اړیکې ترینګلې شوي دي. ایران لدغې پېښې وروسته په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

د ایران د پوله ساتونکو د وژلو مسؤلیت د جېش العدل په نامه یوې وسلې ډلې منلی و. دغه ډله د پاکستان له خاورې نه فعالیت کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف چې د یوه ورځني سفر په هدف اسلام آباد ته تللی، د پاکستان له صدراعظم نواز شریف او ددغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر چوهدري نثار علي خان سره خبرې کړي دي.

د پاکستان او ایران ترمنځ د شوې موافقې پر اساس دواړه هېوادونه به د خپلو پولو د امنیت ساتلو لپاره د نورو اقداماتو ترڅنګ استخباراتي معلومات هم شریک کړي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په یوه لیک له صدراعظم نواز شریف څخه غوښتي چې د ایراني پوله ساتونکو د وژلو عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري.

په پام کې ده چې دایران د بهرنیو چارو وزیر له اسلام آباد څخه د خپلې لیدنې په ترڅ کې د پاکستان له لوي درستیز، قمر جاوید باجوه سره هم لیدنه وکړي.