شاته

مایکروسافت د سرفیس لپټاپ کمپیوټرونو لپاره Windows 10 S راوویست

د مایکروسافت شرکت د سه شنبې په ورځ د Windows 10 S پروګرام معرفي کړ. د دغه شرکت د عامل سیستم دغه پرمختللی وینډوز پروګرام د زده کوونکو او محصلینو لپاره د ارزان بیه لپټاپ کمپیوټرونو لپاره ډیزاین شوی. په دغه وینډوز سره مایکروسافت هڅه کوي چې د ګوګل د شرکت له هغو کمپوټرونو سره سیالي وکړي د OS Chrome عامل سیستم کاروي.

مایکروسافت وايي د سرفیس لپټاپ بیه به چې عامل سیستم به یې وینډوز ټن اس وي ۹۹۹ امریکايي ډالره وي، او خلک به یې په آنلاین بڼې د سه شنبې له ورځې د اخیستو فرمایش ورکولئ شي.

مایکروسافت دغه نوی عامل سیستم څو ورځې وروسته له هغه اعلانوي چې د دغه شرکت د دریمې ربعې عواید د وال ستریت له وړاندوینې کم و. د دغه کموالي علت په بازار کې د شدید رقابت له وجې د سرفیس د ټابلیټونو او لپټاپونو کم پلور ښودل شوی.

له وینډوز ټن اس څخه په موبایل تلیفونونو او ډسکټاپ کمپیوټرونو کې هم کار اخیستل کیدی شي. د پروګرام د خلاصولو یا( لاګ ان) کولو لپاره یو اپلیکیشن لري چې ښوونځي ورباندې کولي شي هر ډول وسیلې ته ورباندې حسابونه جوړ کړي.

د مایکروسافت شرکت وايي د ایسر، ایسوس، ډل، فیوتجسیو، توشیبا، اچ پي او سامسونګ له شرکتونو سره غواړي د وینډوز ټن لرونکي یو شمیر داسې کمپیوټرونه جوړ کړي چې بیه به یې ۱۸۹ ډالره وي.

دغه شرکت همدارنګه د ماینکرفت د ګیم تعلیمي برخې ته د کود جوړنې قابلیت هم ور اضافه کړی چې زده کونکي وکولي شي د ګیم وهلو له لارې کمپیوټري کودونه زده کړي.