شاته

کابل کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي او ۲۵ يې ټپيان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د ځانمرګي برید له امله ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

برید د نهمې امنیتي حوزې د مکروریانو په سیمه کې د خورشید په نوم د یو هوټل مخې ته د سړک پر سر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ آشنا ته وویل "په خواشینۍ سره چې دغه برید تلفات لري، اته تنه شهیدان دي، پنځه ویشت ټپیان شوي ټول ملکي وګړي او غیرنظامیان دي."

هغه زیاته کړه، چې دغه برید د موټر بم په مټ ترسره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان وو، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د ښاغلي دانش پر وینا په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

له دغه برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

لا تر اوسه د برید مسولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.