شاته

د ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ د سلو ورځو په اړه مختلطې تبصرې

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ د لومړیو سلو ورځو د بشپړکیدو په مناسبت د پنسلوانیا په هارسبرگ کې د خپلو هغو پلویانو سره چې په ښو او بدو وختونو کې دده سره ولاړ و، د انتخاباتې مبارزې د بڼې په غونډه کې گډون وکړ. جمهور رئیس ټرمپ وايي،

«دا د نه منلو وړ یو گډ سفر دی چې په ترڅ کې یی باید د مبارزو دپاره ځانونه چمتو کړو. زه باور لرم چې موږ به يی گټو.»

ټرمپ دخپلۍ واکمنۍ په لومړیو سلو ورځو کې یو شمیر اجرائیه فرمانونه لاس لیک کړل چې خپل اصلې پلویان يی خوشحاله کړل مگر کوښښ يي کاوه چې د خپلې اجنډا مهم موضوعات لکه روغتیايي بیمه په کانگرس تصویب کړي.

په عمومې توگه د سنا په مجلس کې د اکثریت مشر مچ مک کانل په شمول جمهورې غوښتونکې دده ملاتړکوې. سناتور مچ مک کانن دده په اړه داسې وایي،

«په سوریه کې مې حمله خوښه شوه. په افغانستان کې مې د لوې بم اچول خوښ شو. زما ډیره څرگنده خارجې پالیسي خوښیږي. خو ما په وار وار دا هم ویلي چې په ټیوټرکې د جمهور رئیس د لیکلو د عادت سره علاقه نلرم.»

د سنا په مجلس کې ډیموکرات مشر چک شومر بیا د ترمپ د پالیسیو په اړه داسې وایي،

«د ډیموکراتانو لپاره ټرمپ د احتجاج او مقاومت منبع ده. خو هغه د روغتیايي بیمې او په واکمنې کې د لومړیو سلو ورځو په باره کې چندانې لاسته راوړنه نلري.

د پخواني جمهور رئیس فرینک لن روزیویلټ یوه مشهوره وینا دا ده چې ویل یې،

«یوازینی شې چې موږ ورنه ویریږو، هغه پخپله ویره ده.»

جمهور رئیس فرینک لن روزیولټ د خپلې واکمنۍ د لومړیو سلو ورځو لپاره معیار ایښې و. په هغه وخت کې هیواد د ستر انفلاسیون سره مخامخ و.

جمهوري غوښتونکو رونالډ ټرمپ او جورج ډبلیو بوش او ډیموکراتو جان کینډی او بل کلنټن ټولو په لومړیو خنډونو باندې غلبه موندلې وه چې بیساري بریالیتوبونه يی لاس ته راوړل.

څارونکی ویلیم گالسټن وايي، ټرمپ ته پکار ده چې ژر ځیني بریالیتوبونه لاس ته راوړي چې په عامه افکارو سروې گانو کې خپل کم محبوبیت زیات کړې. د بروکینگز د اینسټیټوټ غړی ویلیم گلسټن وايي،

«کامیابي، کامیابي زیږوي او ناکامې ناکامي ځکه چې یو ځل د یو چا کمزوري څرگنده شي نو ښايي دښمنان يي لیواله شي چې دده په خلاف راپورته شي.»

د برو کینگزد اینسټیټوټ غړۍ، صا راح بینډر، وايي، ټرمپ زیار اوباسې چې د خپل سیاسې مرکز ملاتړ وساتې.

«ځانگړی سترخطر چې معاصر جمهورې ریاست مقام ورسره مخامخ دی، هغه د موضؤعاتو څرگندول دي.»

تاریخ پوه ریچرد نورټون سمیت وايي، جمهور رئیسان په تاریخې لحاظ د خپلو لومړیو دورو په سر کې زیات سیاسي نفوذ لري او ددې نفوذ نه باید زیاته گټه پورته کړي.