شاته

ځینې کورنۍ ولې لیلامي جامې اخلي؟

په دې وروستیو کې د اکثره کسانو بېکاري، لږ عاید، فقر او نېستي او په بازار کې بې کیفیته اجناس د دې سبب شوي چې د پخوا په پرتله زیات کسان لیلامي پوښاک ته مخه کړي.

اوس هم ځینې کسان د پخوا په څېر د شوق له مخې لیلامي اخلي، په عامه اصطلاح، خپل سټایل د اروپا او امریکا په سویه برابروي؛ خو اکثره خلک د بې وزلۍ له وجې ځان او بچو ته لیلامي شیان اخلي.

د کابل د سېنما پامیر د شا او خوا د لیلامي شیانو په یوه پلورنځای کې له یوې داسې مېرمنې سره غږېدلی یوو چې مریم نومیږي او له کارته‌نو څخه راغلې، دا وایي، د لیلامي جامو رخت اصل وي؛ نو ځکه یې اخلي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: