استانبول کې د ناکامې کودتا ضد لوی لاریون شوی
د ترکیې لوی ښار استانبول کې د تېرې جولای میاشتې نیمايي کې د ناکامې کودتا د غندلو په پار سلګونو زرو کسانو لاریون وکړ.
په دې لاریون کې د حکومت د درو سیاسي ګوندونو مشرانو پر سیاسي اختلاف پښه اېښې او په دې لاریون کې یې ګډون کړی دی.
د ملي خوځښت ګوند مشر دولت بهشلي او د ولسي جمهوري ګوند مشر کمال کیلیچتار اوغلو او د ترکي پارلمان مشر اسمعیل کهرمان هم د دیموکراسۍ او شهیدانو په نامه دې غونډې ته ورغلي وو.
خو د حکومت مخالف د ولسي دیموکرات ګوند ځکه لاریون ته نه وو بل شوی، چې له بېلتونپالو کردانو سره د اړیکو تور پرې لګول شوی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان راغونډو شویو خلکو ته په وینا کې له هغو ترکانو مننه وکړه "چې پخپلو سینو یې په رڼه میدان د ترکیې دفاع وکړ او ساتنه وکړه... او د کودتاچیانو پروړاندې ودرېدل. د فتح الله ګولن په دفاع او ملاتړ کې خلک واټونو ته راونه وتل".
ولسمشر اردوغان دا هم وویل، که چېرې د ترکیې ولس د اعدام ستنولو پرېکړه وکړي، هېڅوک یې مخه نه شي نیولی. ده د ترکیې ګوندونه د خلکو د غوښتنو پوره کولو ته وروبلل:
"داسې یو نسل به جوړوو چې له خپل هېواد سره مینه ولري او د ملګري او دښمن ترمنځ توپیر وکړای شي... خپلې ملکي او پوځي ادارې او بنسټونه باید له ترهګرو بنسټونو پاکې کړو".
ده دا هم وویل "ددوی موخې ښکاره دي، هغه دا چې د ترکیې د ولس هوډ او اراده ترې واخلي... بهرني هېوادونه ددغو ترهګرو ډلو ملا تړي چې په ترکیه کې ټیکاو څپ څپانده کړي".
اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی، که ترکیه بیا اعدام پیل کړي، نو په دې ټولنه کې یې غړیتوب لغوه کړي.
خو د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم وویل: "له تاسو مننه چې ټول دلته د ترکیې تر یوه بیرغ لاندې راغونډ شوي یاست".
"له سیاسي مخلفو ولسي دیموکراټ او ملي ګوند نه مننه چې په دې شېبه کې د کودتا غندلو په پار له موږ سره یوځای شوي".
د "ولسي سیکولر ګوند" مخالف مشر کمال قلیچ دار اوغلو وویل، کودتا "داسې یو ور پرانیست چې د هېواد سیاسي ژوند کې د پوهاوي لپاره لاره هواره کړي".
ده وویل "د جولای د ۱۵مې له کودتا وروسته یوه نوې ترکیه رامنځ ته شوې".
د کودتا په اړدوړ کې تر ۲۷۰ ډېر کسان ووژل شول.
له کودتا وروسته حکومت د نیولو پراخه لړۍ پیل کړه، چې د رپوټونو له مخې تر ۱۸ زرو ډېر کسان ونیول شول.
له پوځ، قضايي ارګانونو، تعلیمي بنسټونو او ملکي خدمتونو تر ۶ زرو ډېر کسان وشړل شول.