د کپټان سکاټ د انځورونو نندارتون
د کپټان سکاټ نوم مو ښايي اورېدلی وي، یو بریتانیایی څېړوونکی و. غوښتل یې لومړنی کس وي چې جنوبي قطب ته ولاړ شي ـ ورغی خو بېرته ژوند را ستون نه شو.
په ۱۹۱۲ کال کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یو ځای هلته ومړ.
اوس یې لندن کې د انځورونو یو نندارتون جوړ شوی دی. دا په یوه پېړۍ کې لومړی ځل دی چې جنوبي قطب ته د ده د سفر کیسه یوه نندارتون کې وړاندې کېږي.