شاته

شيرپاو:دافغان حکومت غږ به د اسلام اباد واکدارنو ته ورسوو

د پاکستان لوړ پوړی پنځلس کسيزه پلاوی کابل ته روان دی تر څو د دواړو هېوادونو تر مينځ د شته کړکېچ او تاو تريخوالي کمولو په باب خبرې وکړي

د دغه پلاوي يو غړي او د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شيرپاو دې امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل چې دوی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته روان دي او موخه یې دا ده چې هلته د سولې او امن له پیغام له ځانه سره یوسي.

شيرپاو وویل چې د کابل حکومت به هم ځینې خبرې،غوښتنې او وړانديزونه ولري هفه به دوئ واوري او په اسلام اباد کې بي د واکدارانو مخې ته کښېږدي تر څو ددواړو هيوادونو تر منځ د ښو اړيکو خبرې پر مخ ولاړې شي.

ښاغلي شيرپاو زياته کړه اوس د پاکستان حکومت پوه شوی اوس په سيمه کې د امن لپاره د پاکستان او افغانستان گډو هڅو ته اړتياده.

د اچې پلاوی به له چا سره په کومو موضوعاتو وغږيږي؟

د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شيرپاو سره نوشابې اشنا مرکه کړې هغه په پيل کې همدا پوښتنه ځواب کړې: