شاته

کرکټ: د پاکستان شپږ مشهور نړیوال لوبغاړي کابل ته راغلل

دا ښايي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د سیمې او نړۍ په کچه دومره مشهور لوبغاړي کابل ته راځي چې د افغانستان د کرکټ په کورنیو او تجارتي سیالیو کې ولوبیږي.

کامران اکمل، ناصر جمشید، محمد سمیع، خالد لطیف،محمد اصف او سلمان بټ هغه لوبغاړي دي چې ښايي د کرکټ د نړۍ هر مینوال یې وپيژني. دوی ټول د پاکستان د ملي لوبډلې لپاره لوبيدلې او لا هم لوبیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم دانش په خپل رسمي فیسبوک پاڼې کې د غو پاکستاني لوبغاړو ته هرکلی ویلی او د هغوی راتګ یې د افغانستان د کرکټ لپاره یو لوی خبر بللی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي ټاکل شوې د زمبابوې سکندر رضا هم د شپږیزې سیالیو لپاره راشي. افغان کرکټ بورډ وايي چې له سنګاپور نه یو لوبڅار، سریکا پرسا، هم کابل ته رسیدلی چې په دغو سیالیو کې لوبڅاري وکړي.

له شک پرته، چې د دغو نړیوالو لوبغاړو راتګ او په شپږیزې کې د هغوی ګډون د افغانستان د کرکټ او کرکټ مینوالو لپاره لوی پرمختګ دی او ډېر ځوان افغان لوبغاړي به د هغوی له تجربو ګټه اخلي.

پاکستان په کرکټ کې قوي لوبډله لري او دوه وارې یې نړیوالې اتلولۍ هم ګټلي دي. کرکټ بورډ نه وايي چې دوی ته د لوبې په سر څومره پېسې ورکوي.

کامران اکمل، سلمان بټ، محمد اصف او ناصر جمشید د حامد کرزي هوايي ډګر کې ولاړ دي

کامران اکمل، سلمان بټ، محمد اصف او ناصر جمشید د حامد کرزي هوايي ډګر کې ولاړ دي

پاکستاني لوبغاړي څوک دي؟

کامران اکمل د پاکستان ویکټ ساتونکی اوپنر لوبغاړی دی، ناصر جمشید کیڼ لاسی اوپنر لوبغاړی دی، محمد اصف او محمد سمیع تیز توپ اچونکي، خالد لطيف او سلمان بټ بیا توپوهونکی دی.

په دوی کې یې کامران اکمل د پاکستان لپاره ۵۳ د ټسټ، ۱۵۴ د یوې ورځې، او ۵۴ د ۲۰اورونو نړیوالې لوبې کړي دي. سلمان بټ، چې یو مهال د پاکستان د ۱۹ کلنو او ملي لوبډلې کپټان هم و، د خپل هېواد لپاره یې ۳۳ د ټسټ، ۷۸ د یوې ورځې او ۲۴ د ۲۰ اورونو نړیوالې سیالۍ کړي دي.

محمد اصف ۲۳ د ټسټ، ۳۸ د یوې ورځې او ۱۱ د شلو اورونو نړیوالې لوبې کړي او ناصر جمشید بیا دوه د ټسټ، ۴۸ د یوې ورځې او ۱۸ د شلو اورونو نړیوالې سیالۍ کړي دي.

محمد سیمع د پاکستان لپاره د ټست ۳۶، د یوې ورځې ۸۷ او د ۲۰ اورونو ۱۳ لوبې کړي دي او خالد لطیف بیا د ټست کومه لوبه نه ده کړې، خو د یوې پنځه او د ۲۰اورونو نهه لوبې کړي دي.

د بټ او اصف درغلي

سلمان بټ او محمد اصف هغه پاکستاني لوبغاړي دي چې په ۲۰۱۰ کال کې په انګلینډ کې له کوربه سره د ټسټ په یوې سیالۍ کې په لوبې کې په درغلیو تورن شول، له لوبې وویستل شول او د کرکټ نړیوالې شورا محکوم او جریمه کړل.

هغه مهال سلمان بټ د پاکستان کپټان و، پر دوی او د لوبډلې پر یو بل لوبغاړي محمد عامر یې دا تور ثابت شو، چې دوی په لوبې کې پېسې اخیستې، چې خراب- نوبال- بالونه وکړي.

دا په نړۍ کې او په خاص ډول د پاکستان په کرکټ کې یوه لویه رسوايي وه، چې لا یې هم تورد پاکستان پر تندي داغ دی.

محمد عامر، بېرته ملي لوبډلې ته وګرځېده او همدا اوس د انګلینډ خلاف سیالیو کې لوبیږي، خو محمد اصف او سلمان بټ لا هم بېرته خپلې لوبډلې ته ګرځېدلي نه دي.

د افغانستان د شپږیزې د ۲۰ اورونو سیالۍ د سه شنبې په ورځ پیلیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.