BBC
 شاته

د يوګا ۹۸ کلنه ښوونکې

نانامل اما چې ۹۸ کاله عمر لري د يوګا ښوونکې ده، د ډېر عمر په لرلو سربېره هم نوموړې کولی شي د يوګا ګران تمرينونه ترسره کړي.

د يوګا ښودلو له امله نوموړې ګڼې جايزې او ايوارډونه هم ګټلي دي.

نانامل اما وايي يوګا يې په ښه روغتيا کې لويه ونډه لري او هېڅکله هم روغتون ته نه ده تللې.