BBC
 شاته

عام محض‍ر کې د حکمتیار څرګندېدل او د بندیانو خوشې کېدل یې یوه بله ورځ وځنډېدل

حکمتیار نعیمی د انځور حقوق Laghman Press Office
Image caption د لغمان والی عبدالجبار نعیمي د دولت په استازیتوب د ګلبدین حکمتیار کوربه دی.

د افغانستان سولې عالي شورا بي بي سي ته تایید کړه چې د حزب اسلامي یو شمېر بندیان له شوې هوکړې سره سم سبا شنبه د اپریل ۲۹مه خوشې کېږي.

ټاکل شوې وه دغه کار نن جمعه وشي، چې په ډاګه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له څرګندېدو سره هم مهاله شي. خو دا دواړه کارونه وځنډېدل.

تمه دا وه چې نن ښاغلی حکمتیار د مهترلام جومات کې د جمعې د لمانځه خطبه ووايي او امامت وکړي.

پر جمعه د حزب اسلامي زندانیان خوشي کېږي

حزب اسلامي: حکمتیار به په څو ورځو کې را څرګند شي

بګرام زندان کې د حزب اسلامي د بندیانو نوملړ

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک چې مهترلام ته د ښاغلي حکمتیار لیدو ته ورغلی و وویل د شنبې پر ورځ به حکومت د اسلامي ګوند تایید شوي بندیان خوشې کړي.

د انځور حقوق FB
Image caption ښاغلي حکمتیار نن هم په لغمان کې و چې پرون یې هلته شتوالی تایید شوی و، خصوصي کتنې جاري ساتلې دي او مینه وال یې عکسونه پر ټولنیزو شبکو شریکوي.

د اسلامي حزب غړي قریب الرحمن سعید بي بي سي ته وویل چې ښاغلی حکمتیار به سبا (شنبه) سهار خبریالانو سره تر لیدو وروسته، او کابل ته تر تګ وړاندې، جلال آباد ښار ته ولاړ شي.

ښاغلي حکمتیار نن هم په لغمان کې چې پرون یې هلته شتوالی تایید شوی و، خصوصي کتنې جاري ساتلې دي.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي چې د همدې پېښو د رپوټولو له پاره مهترلام ته ورغلی وايي، نن هم د اسلامي ګوند یو شمېر غړو او چارواکو د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې له ښاغلي حکمتیار سره د ولایت مقام کې وکتل.

وروستیو کې د اسلامي حزب د مشر د هرکلي لپاره د ښه راغلاست لویې لوحې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې لګېدلي دي چې د ښاغلي حکمتیار او ځینو نورو مشرانو عکسونه پرې لیدل کېږي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption د ښاغلي حکمتیار لوی پوسترونه په پلازمېنې او ولایتونو کې لګول شوي.

د اسلامي حزب ویاند حمید عزیزي بي بي سي ته وویل چې د دغه ګوند قومندانانو له ښاغلي حکمتیار سره کتلي او " د استقبال د جشن د څرنګوالي په اړه یې له ښاغلي حکمتیار هدایات اخیستي".

کابل د ملګروملتونو له امنيت شورا غوښتي، له حزب اسلامي بندیزونه لرې کړي

حکومت له حزب اسلامي سره د اوربند او د دوی د خونديتوب فرمان صادر کړ

د ښاغلي حکمتیار له راتګ سره ځینو مخالفینو وخت نا وخته غږ پورته کړی او د ده یو شمېر لګېدلي پوسترونه یې شلولي. خو ښاغلی عزیزي وايي چې دوی اندېښمن نه دي ځکه د دغو کسانو شمېر لږ دی او له مخالفتونو سره سره "د سولې بهیر اوږد او بریالی و او د نورو مهمو ګوندونو او افغانانو غوښتنه همدا ده".

د طالبانو د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې لغمان وروستی ولایت و چې ګلبدین حکمتیار پکې لیدل شوی و او اوس یې همدغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره شتون تایید شو.

د انځور حقوق Getty Images

د ښاغلي حکمتیار د کورنۍ یو شمېر غړي یې وايي، دی یې ۲۵ کاله وروسته لیدلی دی.

د اسلامي حزب سرچینې وايي، کابل ته په رسېدو به ښاغلی حکمتیار لومړی غازي لوبغالي ته ولاړ شي او هلته به ولس ته وینا واوروي چې له هغه وروسته به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شي او له ولسمشراشرف غني، افغان چارواکو او بهرني ديپلوماتانو سره وګوري.