BBC
 شاته

نوازشریف ته د حسن روحاني پیغام: پر ایراني پوله ساتونکو برید کونکي باید ژر تر ژره ونیول شي

حسن روحاني د انځور حقوق AFP
Image caption حسن روحاني ویلي''پاکستاني چارواکو څو ځلې ژمنې کړې، چې پر پوله به کنترول سخت کړي، خو دې سره هم بریدونه کېږي.''

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني له پاکستاني لومړي وزیر نوازشریف غوښتي، چې پر ایراني پوله ساتونکو برید کونکي باید ژر تر ژره ونیول شي.

د ښاغلي شریف لپاره د ښاغلي روحاني استول شوي پیغام کې ویل شوي:

''ایران د خپل دوست هېواد ټیکاو، امنیت او ودې ته خورا اهمیت ورکوي. ''

ایران د پاکستان د ننه 'عملیاتو ګواښ' کړی

ایران له پاکستان وغوښتل پر پوله د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي

ترهګرۍ ضد عرب ټلواله: د پاکستان پر ګډون د ایران اندېښنه

د ایراني ولسمشر پیغام کې دغه راز ویل شوي:

''له بده مرغه یو شمېر هېوادونه د نیابتي جګړې له لارې غواړي د اسلامي هېوادونو یو موټي والي ته زیان ورسوي.

یو شمېر هېوادونه د ترهګرو په لاس اسلامي هېوادونو کې زور، زیاتي، ناامنیو او وروسته پاتې والي ته لمن وهي. ''

نوموړي خپل پیغام کې زیاته کړې:

د انځور حقوق AFP

''د ګومارل شویو ترهګرو ' له لاسه د ایراني پوله ساتونکو وژل د خواشینۍ وړ دي، چې د برید لپاره د پاکستان خاوره کارووي. ''

ایراني پوله ساتونکي تېره شپه د ایران او پاکستان تر منځ پولې ته څېرمه میرجاوا سیمه کې وژل شوي دي.

حسن روحاني خپل پیغام کې ویلي، ایران خپله خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي پر ضد کاروول کېدو ته نه ده ورکړې ''خو سخت دریځو څو ځلې د پاکستان له لوري پر ایراني پوله ساتونکو بریدونه کړي دي، چې پایله کې یې یو شمېر پوله ساتونکي او د سیمې اوسېدونکي وژل شوي دي. ''

د اورپکو جیش العدل نومې ډلې ویلي، پر ایراني پوله ساتونکو د تېرې شپې برید دوی کړی او ایراني چارواکي ادعا کوي، چې بریدګر د پاکستان له پولې د دوی لور ته اوښتي وو.

ایراني ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي:

''پاکستاني چارواکو څو ځلې ژمنې کړې، چې پر پوله به کنترول سخت کړي، خو دې سره هم بریدونه کېږي. ''

دغه راز ویل شوي:

''موږ تمه کوو، چې پاکستاني چارواکي به د ترهګرو نیولو او سزا ورکولو لپاره سنجیده اقدامات وکړي. ''

د ارنا خبري اژانس رپوټ له مخې پاکستاني سفیر ته ویل شوی، چې 'د ایران پولې ته څېرمه پاکستانۍ سیمې تر ټولو ډېرې ناامنه دي او ایران هیله من دی، چې پاکستاني چارواکي به دې لړ کې پخوانۍ ژمنې پوره کړي. '

د انځور حقوق IRNA
Image caption د ایران دفاع وزیر حسین دهقان ویلي ایران حق لري د خپلو پوله ساتونکو وژل کېدو غبرګون کې ځوابي فعالیت وکړي

د ارنا رپوټ زیاتوي پاکستاني سفیر دغه لیدنه کې پر یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي د ایران پیغام به پاکستان ته ورسوي.

میرجاوا د ایران سویل ختیځ سیستان بلوچستان ولایت له مرکز زاهدان نه ۷۵ کیلو متره لرې پرته سیمه ده.

د سیستان بلوچستان ډېر اوسېدونکي سنیان دی. جیش العدل نومې ډلې مخکې هم پر ایراني امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي. دغې ډلې ۲۰۱۵ کال کې اته او ۲۰۱۳ کال کې ۱۴ ایراني پوله ساتونکي وژلي وو.