BBC
 شاته

معترضان: د بامیانو والي د قومونو ترمنځ دوه ګونی چلند کوي

د افغانستان مرکزي ولایت بامیانو یو شمېر اوسېدونکو نن یکشنبې (اسد/زمري ۱۷مه) په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې پر والي تور پورې کړ چې د بامیانو له تاجیکانو او پښتنو سره له تبعیضه کار اخلي.

خو بلخوا د بامیانو والي طاهر زهیر دا ډول تورونه بې بنسټه بولي او وایي چې دوی فرهنګي ماسټرپلان پلی کوی چې له مخې یې په لرغونو سیمو کې باید هېڅ ډول ودانۍ جوړه نه شي.

بامیاني اعتراض کوونکي چې شمېر یې نژدې ۳۰ کسانو ته رسېده، د کابل نوي ښار په پارک کې "بامیانو کې تاجیکانو او پښتنو ته عدالت" تر شعار راټول شوي وو.

د ناستې یوه ګډونوال شکیب احمد بامیاني وویل، چې د ماسټرپلان او شنې ساحې په نوم د والي په امر ددوی ځمکې غصب شوي او ورته د هېڅ ډول ودانیو جوړولو او پر هغو ځمکو د کار اجازه نه ورکول کېږي.

د ښاغلي بامیاني په خبره، سیمه ییز چارواکي د فرهنګي ماسټرپلان او شنو ساحو ساتلو پلان په پلې کولو کې د قومونو ترمنځ دوه ګونی چلند کوي.

د ناستې ګډونوالو ویل؛ په کومو سیمو کې تاجیکان او پښتانه له ودانیو جوړولو منع کېږي، همدغو ځایونو کې والي ته نژدې کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې هوټل جوړ کړي.

معترضینو ویل؛ یا خو دې ددوی ځمکې استملاک شي او یا هم ورته له خپلو ملکیتونو د ګټه اخستو اجازه ورکړل شي. خو د بامیانو والي وايي؛ د ماسټرپلان له مخې په لرغونو سیمو کې باید هېڅ ډول ودانۍ جوړې نشي ځکه چې دې کار سره بامیان د ملګرو ملتونو فرهنګي سازمان (یونسکو) دا ولایت له فرهنګي میراثونو وباسي.

ښاغلي زهیر وویل، د ځمکو د استملاک مساله یې له مرکز سره مطرح کړې، خو پلې کېدل یې وخت ته اړتیا لري. هغه د بامیانو د اوسېدونکو ترمنځ هرډول تبعیضي چلند رد کړ او ویې ویل، له کله چې دی وایي شوی، بامیانو کې د فرهنګي ماسټرپلان خلاف ودانۍ نه ده جوړه شوې.

زهیر د معترضینو ددي پوښتنې په ځواب کې چې هغو سیمو کې عام خلک کار کولو او ودانیو جوړولو ته نه پرېښودل کېږي، یو شمېر کورونه او هوټلونه جوړ شوي وویل: "له کومه وخته چې زه بامیانو ته راغلی یم، د همدغه وخت مسوولیت لرم، تر ما وړاندې چې هرڅه شوي تاسو کولی شئ له پخوانیو چارواکو یې وپوښتئ."

بامیاني معترضینو په خپل پرېکړه لیک کې په دې ولایت کې ټولو ولسوالیو کې د متوازنې پراختیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په سیمه ییزه اداره کې د قومونو "واقعي مشارکت" رامنځته شي.

Image copyright Murad
Image caption بامیانو کې څو ورځې هم د والي پرضد اعتراض شوی و

دوی د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتي چې د بامیانو اوسنی والي له دندې لرې کړي او داسې څوک د هغه پرځای وټاکي چې هېڅ ګوند پورې تړلی نه وي.

دغو بامیاني معترضینو پنځه ورځې وړاندې (زمري ۱۲مه) هم بامیانو کې یوه اعتراضي ناسته کړې وه او ویل یي چي یو شمير کسبه کارانو غرفې په زوره لرې شوي، پولیسو نیولي او ډبولي دي.

دوی ویل چې د بامیانو زوړ ښار ونړول شو، خو په نوي ښار کې چې ترډېره د تاجیکانو پر ځمکو سلګونه دوکانونو او سرایونو جوړ شوی، دوی ته اقتصادي ونډه نه ده ورکړل شوې.

بامیانو د افغانستان د نورو سیمو په څېر بېلابېل قومونه ژوند کوي خو هزاره قوم پکې اکثریت دی.