BBC
 شاته

د اچین پېچومي او جګړه؛ سپین غر او تور بیرغونه

Image caption غره لمنه ډبرینه وه او سمڅې هم دغلته د تیږو په منځ کې وې ګرانه ده چې په اسانۍ ده ونړیږي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې له ښاره ليرې په ډار پوښلې یوې داسې سیمې ته ورتلو چې د نړۍ نژدې ټولې رسنۍ پرې غږېدې، خو هلته د جګړې وروستۍ کیسې خلکو ته زړه ورکړی و چې ورشي.

زه له خپلې خبري ډلې سره ملګری له ستړي سفر وروسته د شینوارو په شنه سیمه او کږو وږو لارو هغې غونډې ته ورسېدم چې پنډوله یې بولي.

سرتېري هم په کې پنډ وو، ته وا له جګړې د ستړیا خولې همدلته په دمه وچوي.

"په اچین کې بمبار شوې سیمه اوس هم د ټولو پر مخ تړلې"

'اچین کې غورځول شوي زورور بم لږترلږه ۹۰ اورپکي وژلي'

پنځه کیلومتره لیرې لمر لوېده خواته د غرونو یوه داسې لړۍ لیدل کېږي چې په سر یې سپینې واورې او بیخ یې درواغجنه خوښي درکوي، د غرونو لمن ته په ورنژدې کېدو افغان پوځيانو له سختو پلټنو وروسته ومنلو او راسره مخکې روان شول.

د غره لمن کې د ګڼو مېنو کلی خالي پروت و، وايي دوه کاله مخکې بې څښتنه شو او د ''اسلامي دولت'' داعش نومې ډلې په سنګرونو واوښت. د کورونو مخې ته د توتانو ګورې ونې ښکارې، فکر دې راځي چې د دود له مخې به هلته کلیوال شنو چایو ته ناست وي؛ خو ورو ورو چې تللو هرځای راته پوځیانو د مړو جسدونه راښودل.

Image caption شډل بازار په شینوارو کې یو وخت د کاروبار تر ټولو مشهوره سیمه وه

د مامند درې تنګي ته مو سر ورسېد، د پوځ د ځانګړو ځواکونو قومندان حاجي بیګ مې ګړاوه چې ووايي د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سره یې جګړه په کوم برید کې ده.

هغه د تنګي په خوله کې سوځېدلو ونو او ړنګو کورونو ته اشاره وکړه، لکه تندر وهلې سیمه ویل یې دا هماغه د امریکا له لوري د بمونو د مور په نوم ستر نااټومي بم د لګېدو ځای دی چې د خبر زورورې څپې یې ګردې نړۍ ته خپرې دي؛ خو دلته یې ایله دا څو کورونه او سمڅې ویجاړې کړي.

د دښمن ګولۍ وه

موږ په خبرو و چې د راکټ ګولۍ پر پوځيانو وار شوه او موږ ته په نژدې کې د شنو پټیو منځ کې ولګېده، پوځیانو غږ کړ، د دښمن ګولۍ وه.

Image caption قومندان حاجي بیګ د بمونو د مور نښه راښودله چې وايي، شل داعش اورپکي یې وژلي

له موټره ښکته شوو، جنګي الوتکې او پوځي چورلکې ګرځېدې او پرله پسې یې بمونه غورځول.

قومندان حاجي بیګ د بمونو د مور نښه راښودله چې وايي، شل داعش اورپکي یې وژلي او مړي یې همدغلته پاتې دي.

د غنمو کروندې شنې وې، شاوخوا دوه سوه مترۍ کې ځينې کورونه ودان پاتې و، یوه محدوده سیمه یې ویجاړه کړې وه؛ خو د غره لمنه ډبرینه وه او سمڅې هم دغلته د تیږو په منځ کې وې ګرانه ده چې په اسانۍ ده ونړیږي.

د اچین برید په تړاو څرګندونو د حکومت یو سلاکار له دندې ګوښه کړ

دا سمڅې د مجاهدینو د وخت وې، طالبان هم په کې پاتې شوي وو او اوس د داعش پټنځایونه وو، نورې سمڅې هم شته چې داعش ترې د پټنځي کار اخلي، جګړه د ډیورنډ کرښې ته روانه ده له همدې ځای شپږ سوه متره وړاندې، جګړه ډېره پیچلې ده، لوی ــ لوی بمونه غورځي؛ خو داعش اورپکي په ګارو او سمڅو کې ځان ساتي، سخت زړي وسله وال دي، همدا تېره ورځ، دغلته نژدې یوه کور کې یې سنګر نیولی و، پر بهرنیو او افغان پوځیانو یې ډزې کولې تر هغې یې له ماشې ګوته ایسته نه کړه، چې جیټ الوتکې پرې بم وغورځاوه او کور لوټې لوټې شو.

Image caption دغو ماشومانو د جګړې له لومړۍ کرښې سره ځان خوښ ساته او کریکټ لوبه یې کوله
Image caption دلته کابو دوه کاله اسلامي دولت (داعش) ډله واکمنه وه

د مامند دره ډېر پیچومي لري، حاجي بیګ ویل داعش وسله وال چې چرته مقاومت کوي لږې ورځې به وغواړي چې پښې یې سستې شوې، دوی ته یوازې مرګونې لارې په مخکې دي.

د دغه درې اخري سر د تیرا غرونو ته لګېدلی؛ هلته په غرونو واورې دي، دوی که جګړه له لاسه ورکړي په ډیورنډ کرښه به د اوښتو هڅه کوي.

د داعش زندان

سڅ
Image caption دا سمڅې د مجاهدینو د وخت وې، طالبان هم په کې پاتې شوي وو او اوس د داعش پټنځایونه وو
نورې سمڅې هم شته چې داعش ترې د پټنځي کار اخلي
Image caption نورې سمڅې هم شته چې داعش ترې د پټنځي کار اخلي

افغان ځانګړي ځواکونه دغلته په یوه کور کې دېره وو، د ننه یې هغه سمڅه او ډبرینه خونه راوښودله چې په ډېر لوړ هنر جوړه شوې. ویل یې د داعش یو زندان هم همدلته و او په دې تیاره خونه کې یې مشران پاتې کېده. همداسې ګڼې سمڅې نورې هم شته چې جګړه یې پیچلې کړې.

د اچین امنیه قومندان خیر محمد ساپي ځینې انځورونه په خپل موبایل کې راته وښودل د دوی د موبایل ځينې شمېرې او نومونو د یادښت کتابچه یې هم موندلې وه چې ادعا یې کوله عرب، ازبک، تاجک او پاکستاني وسله وال په کې د قوماندې خلک دي.

یو څه چې د بې باورۍ خبره وه، ځايي امنیتي ځواکونه نه وو خبر چې جګړه کوم لوري ته ځي؛ بری شته که به لاره نیمه پاتې شي.

ناټو په وروستیو کې ویلي و چې تېر کال یو نیم زر داعش اورپکي په سیمه کې فعال و چې اوس یې شمېر نیمايي ته ټیټ شوی؛ خو د جګړې اوږدېدو او سخت مقاومت په دغه شمېر شکونه ولاړ کړي.

د اچین پر اسمان د امریکا جنګي چورلکې چورلېدې
Image caption د اچین پر اسمان د امریکا جنګي چورلکې چورلېدې

یوه امنیتي چارواکي راته وویل که د دومره شمېر خبره کېږي، نو یوازې د پېښې په نوم سیمه کې د دغو وسله والو شمېر دومره دی چې د حمزه په نوم پیل شویو عملیاتو کې له تېرې یوې میاشتې په شا نه شول.

رواني ناروغۍ

موږ ته د هغو اندېښنو د سپیناوي خبرې په کار وې چې ویل کېدل، د دغه بم له غورځېدو وروسته ښايي خلک له رواني او روغتیايي اړخه زیانمن وي.

له سیمې بېرته په راګرځېدو شډل بازار ته تم شوو، دا په شینوارو کې یو وخت د کاروبار ترټولو مشهوره سیمه وه، د هیرویینو روزګار هم په کې کېده؛ خو د بمونو د مور له لګېدو وړاندې د داعش اورپکو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې دومره ویجاړ شوی چې تشې کنډوالې یې لیدلی شو.

په منځ کې یې د سیمه يیزو پولیسو پوسته وه، موږ سره یې کامره ولیده ویل یې له یوه لوی عذاب سره مخ و، حکومت کې داسې مشران و چې قومونه یې سره په شخړو کړل او ځینو خلکو د غچ لپاره وسله وال وپالل، وطن مې داسې په سره اور کې شو خپل کورونه رانه پاتې دي، خپل اولادونه نه شو لیدلی، ورځ تر بلې بده وي.

سیمه کې کروندې د دښتو د وښو په څېر خپل سرې شنې دي. د شتمنو او بې وسو شته یو ډول تالا ترغۍ دي.

د ملیشه ځواکونو شتون ته د پوښتنې نښې حتمي دي، سیمه وال دا ځواکونه د یوه اړخ د سود مټ ګڼي وايي، حکومتي واک ننګول شوی او د کابل پام ترې لرې دی.

د شډل یوه اوسېدونکي پختي ګل راسره خبرې کولې، دومره د غچ اوعُقدې شونډې یې چیچلې، ما وپوښته د امریکا له ستره بمه خوښ یاست؟

''نا، چل ول دی، دومره لوی بم نه و، موږ به هله خوښ شو چې بم یې داعش ختم کړي هغه شپه زه همدلته وم، سمه ده چې اواز یې لوی و؛ خو ډېر ورانی یې نه دی کړی. ''

Image caption موږ په خبرو و چې د راکټ ګولۍ پر پوځيانو وار شوه او موږ ته په نژدې کې د شنو پټیو منځ کې ولګېده، پوځیانو غږ کړ، د دښمن ګولۍ وه.

په اچین کې ژوند شته؛ ما د جګړې له لومړۍ کرښې درې کیلومتره ليرې د ماشومانو ټولګی لیده چې د بمونو غږونه یې اورېدل او د بارودو لوګو ته یې سترګې پټولې؛ خو ځان یې خوښ ساته او د کور مخې ته یې د کرېکټ لوبه کوله.

وېره د هر یو په مخ کې ښکارېده ګواښ ګام پر ګام و، چاته هم د دې ډاډ نه و چې ووايي، ټیکاو راتلونکی دی او د یوې ژوبلوونکې ډارمې پای ته نژدې دي.

د هغو کلاګانو برجونه خو د نهیلۍ نښې وې چې کورنۍ ترې خوندي سیمو ته کوچېدلې او د کور د لوښو ډکو خونو دروازې نیمکښې پاتې دي چې ژر یې د پورې کېدو او بېرته کېدو نېټه له څښتنانو سره نه شته.