شاته

راتلونکو انتخاباتو کې به د نوې ټیکنالوژۍ نه کار اخیستل کیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې دولس میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، خو په تیرو ټاکنوکې د رایې ورکولو شاوخوا دوه ویشت میلیونه کارتونه ویشل شوي دي..

ددې کمیسیون د چارواکو پر وینا، په راتلونکو ټاکنو کې د نوې ټکنالو‌ژۍ استعمال به د رای ورکونکونکو د لیست په جوړولو او د ټاکنو په روڼتیا کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې په راتلونکو ټاکنو له نوې ټکنالوژۍڅخه کار اخلي.د دې کمیسیون کمیشنر معاذ الله دولتي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د راې ورکونکو د لست د تر تیب او په ټاکنو کې د شفافیت دپاره له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.

ښاغلي دولتي زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې د تیرو ټاکنو دوه ویشت میلیونه د رای ورکولو کارتونه موجود دي، چې د راتلونکو رای ورکونکو شمیر یوازې دولس میلیونو تنو ته رسیږي.

د ټاکنو د کمیسیون دغه کمیشنر ټینګار وکړ، چې په شفافه توګه د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره، د رایې ورکونکو د لیست جوړولو ته جدي اړتیا لیدل ده.

په تیرو ټاکنوکې د رایې ورکولو شاوخوا دوه ویشت میلیونه کارتونه ویشل شوي دي..

په تیرو ټاکنوکې د رایې ورکولو شاوخوا دوه ویشت میلیونه کارتونه ویشل شوي دي..

هغه وویل "کله چې د راې ورکولو پاڼه یوې سیمې ته لیږدول کیږي او دا معلومه نه وي چې په دې سیمه کې د راې ورکونکو شمیر څومره دی او څومره خلک د راې ورکولو حق لري نو طبعي خبره ده چې د رای ورکولو له پاڼو څخه سو استفاده کیږي نو په دې اساس د رای ورکونکو د لیست جوړول د قانون په اساس د دې کمیسیون مسولیت دی او هم په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د دې کمیسیون د اصلاحي برنامو څخه شمیرل کیږي."

د دې کمیسیون کمیشنر زیاته کړه چې د خیالي ټاکنیزو مرکزونو د څیړنو لپاره کمیسیون یو طرز العمل جوړ کړی دی چې له مخې به یې خیالي او اصلي مرکزونه وپیژندل شي.بلخوا د رڼو ټاکنو د څار بنسټونه وایي چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او ټاکنیز اصلاحات باید خلکو سره په خبرو او مشورو تر سره شي.

فیفا یا د افغانستان د عادلانه او رڼو ټاکنو بنسټ وایي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سترې او مهمې پریکړې د خلکو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو په غیاب کې تر سره کوي او هیڅ ډول معلومات له دوي سره نه شریکوي.

د راتلونکو رای ورکونکو شمیر یوازې دولس میلیونو تنو ته رسیږي.

د راتلونکو رای ورکونکو شمیر یوازې دولس میلیونو تنو ته رسیږي.

ددې بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وویل، چې د هیواد خراب امنیتي وضعیت ددې لامل شوی چې د ټاکنو مسئله له پامه وغورځول شي.

دی وايي" د ټاکنیزو حوزو طرحه دې کمیسیون یوه میاشت مخکې حکومت ته سپارلې وه خو تر اوسه ورته حکومت په دې اړه ځواب نه دی ورکړی نن دا حکومت پورې تړلې خبره ده چېد ټاکنیزو حوزو برخلیک به څنګه شي، موږ په دې نه پوهیږو چې دا بحث به کله نهایي کیږي، ټاکنو خپلواک کمیسیون به کله پوهیږي چې حکومت یې له دې طرحې سره موافق دی،موږ له دې اړخه اندیښمن یو چې موږ په کومه لار روان یو او د ټاکنو مسیر بلآخره کوم خوا ته ځي."

افغان حکومت موده وړاندې ویلي وه چې د سږ کال تر پایه به پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې تر سره شي خو له رڼو ټاکنو د څار بنسټونه بیا وایي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او ټاکنیزو مراحلو تر سره کول ډیر وخت نیسي او ښايي ټاکنې به تر راتلونکې کاله هم تر سره نشي.