شاته

حنيف اتمر له ايراني لوري سره پر سرحدي امنيت خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د ايران له عالي رتبه چارواکو سره پر سرحدي امنيت او نورو مسايلو خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامېه کې ويل شوي، چې محمد حنيف اتمر د ايران د کورنيو چارو له وزير عبدالرضا رحماني فضلي سره نن د مخدره موادو د کښت او توليد د مخنيوي او په ايران کې د افغان کډوالو پر وضعيت هم خبرې وکړې.

اعلاميه زياتوي چې دواړو لوريو د اقتصادي همکاريو پر مسئلې هم بحث کړى دى.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ ازادۍ راډيو ته وويل ايران ته د ښاغلي اتمر سفر د تروريزم په وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د همکارۍ جلبولو په هدف شوى:

"په داسې یو پړاو کې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تروریزم سره په جګړه کې هره ورځ قرباني ورکوي او د دې جګړې د ګټلو لپاره یو جدي اړتیا ده چې افغان ځواکونه تجهیز شي او همدارنګه د دې مبارزې لپاره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي د دغو دوو هدفونو لپاره سفرونه اړین وو."

ويل شوي چې د ملي امنيت سلاکار د ايران په بلنه پرون په دوه ورځني سفر ايران ته لاړ.