"د د دفاع پخوانی وزير او پخوانی لوی درستیز سفیران ټاکل شوي"
د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچينو بي بي سي ته ومنله چې د دفاع پخوانی وزير عبدالله حبيبي او پخوانی لوی درستيز قدم شاه شهیم چې دوه ورځې وړاندې يې استعفاوې وکړې، په اردن او قزاقستان کې د افغانستان سفیران ټاکل شوي دي.
هغوی د بلخ پر قول اردو د جمعې ورځې له خونړيو ځانمرګو بريدونو وروسته وویل چې د ملي ګټو په نامه خپلې دندې پرېږدي.
په دغه برید کې د دفاع وزارت د نوې شمېرې له مخې د لسو افسرانو په ګډون ۱۳۵ کسان وژل شوي او ۶۴ تنه نور ژوبلېدلي دي.
د بلخ برید؛ د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا وکړه
بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی
د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د خپلو استعفاوو لامل ملي ګټې بللې وې.
ښاغلی حبیبي ویلي و "د ستونزو د حل په خاطر او د ملي یووالي ساتلو " لپاره یې استعفا کړې. د نوموړي په وینا غواړي په دې کار سره "د یوه اخلاقي دود بنسټ کېږدي، چې د دفاع راتلونکي وزیران هم د ستونزو پر مهال کې قربانۍ ته چمتو وي."
د دفاع وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې لوی درستیز قدم شاه شهیم ویلي و"د افغانستان په ډېرو سیمو کې زموږ هېوادوال غمجن دي او موږ غواړو د دغه مصیبتونو سبب و نه اوسو او یا دا چې د کار دوام د افغانستان د ستونزو لامل نه شي، استعفا مې وکړه."
د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز له استعفاوو سره هممهاله د افغانستان ولسمشرۍ په یوه خبر پاڼه کې دا هم ویلي و، چې، ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لخوا د پوځ د څلورو قول اردو ګانو د قومندانانو د بدلون او ټاکلو وړاندیز منلی دی.