شاته

ترکيه: په زرګونو کسانو په ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخيسته

په ترکيه کې د وروستۍ کودتا له ناکامې هڅې وروسته د يووالي د څرګندولو لپاره د اپوزيسيون ګوندونو غړي د ولسمشر د واکمن ګوند عدالت او پرمختګ، له غړو سره يوځاى په يوه ډيموکراسۍ پلوه لاريون کې برخه واخيسته.

دغه لاريون نن په استانبول کې وشو.

د ”ډيموکراسۍ او شهيدانو په نامه دغه لاريون“ د ګڼو کسانو راټولېدو سبب شو.

دا د جولاى له ١٥ راهيسې چې په دغه هېواد کې د کودتا ناکامه هڅه وشوه تر ټولو لوى دولت-پلوه لاريون بلل شوى دى.

په وروستيو اوونيو کې په ترکيه کې په زرګونو دولتي مامورين، د تعليمي برخې او ملکي خدماتو کارکوونکي له دندو ليرې کړاى شوي او په زرګونو نور نيول شوي دي.

د ترکيې چارواکو پر هغو کسانو فشارونه زيات کړي، چې د کودتا په وروستۍ هڅه کې د لاس لرلو شک ورباندې لري.

پر ګڼو کسانو شک کېږي چې په امريکا کې له دېره جلاوطنه مذهبي مشر فتح الله ګولن سره اړيکې لري، ترکيې پر ګولن تور لګولى چې د کوتا په تنظيم کې يې لاس درلود، خو ګولن دغه تور ردوي.