شاته

په چین کې د محمد او څو نورو اسلامي نومونو ایښول منع شول

د چین حکومت په اکثریت مسلمان میشته ولایت شین‌ژیانگ کې د ماشومانو پر نوم ایښونې تازه محدودیتونه لگولي دي او ددې ولایت ایغوري مسلمانان یې پر ماشومانو باندې د هغو نومونو له ایښولو څخه چې "ډیره مذهبي" معنی لري منع کړي دي. په دې جمله کې د محمد نوم هم شامل دی.

چینایي مقاماتو ویلي دي چې دا اقدام د دیني افراطیت د مخنیوي د هڅو یوه برخه ده، خو څیړونکي په دې باور دي چې د مسلمانانو سره سخت او افراطي چلند نه یواځې دا چې په شین ژیانگ کې مخالفت زیاتوي، بلکه په ټول چین کې فرقوي کرکې ته لمن وهي.

د چین محلي حکومتونو هم په دې وروستیو کې د لږکیو قومونو یو شمیر نومونه بند کړي دي چې په هغو کې د "جهاد" او "مدینه" نومونه شامل دي. د هغو اسنادو له مخې چې ایغوري فعالینو د امریکا غږ ته ورکړي په عمومي توگه ٣٠ نومونه منع شوي دي.

د نویو مقرراتو له مخې چې آنلاین خپاره شوي دي، هره هغه کورنۍ چې ددغو بندیزونو نه سرغړونه وکړي د هغوی ماشوم ته تذکره نه ورکول کیږي په دې مفهوم چې هغه د ټولنیزو امکاناتو، روغنیتایي بیمې او وړیا زده کړو نه محرومیږي. دا په داسې حال کې دي چې د ایغوریانو ترمنځ شکایتونه مخ په ډیریدو دي.

د استرالیا د ملي پوهنتون د ملي امینت د پوهنځي استاد میکل کلارک د امریکا غږ ته په یو ایمل کې ددې بندیز او د ایغوریانو په وړاندې د نورو اقداماتو په اړه وویل چې چین په جدي توگه د هغه هیواد د اقلیت مسلمانانو هویت ځپي.

د دغو شدیدو محدویتونو په لړ کې چې په دې وروستیو کې په شین ژیانگ کې نافذ شوي د "غیر عادي" ږیرې پریښول، په عامه ځایونو کې د حجاب اغوستل او د دولتي تلویزیون له لیدلو نه ډډه کول هم سرغړونه گڼل کیږي.

په جرمني کې میشت د ایغور د نړیوالې کنگرې ویاند دلشاد رشید، د امریکا غږ ته وویل چې "زیات شمیر شکایتونه په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه تر لاسه شوي. حالات په ځانگړې توگه په کاشغر، ختن او امو سیمو کې ډیر خراب دي".

چین د ایغوریانو په وړاندې هر ډول خلاف عمل په جدي توگه ردوي او وایي چې د هغوی قانوني کلتوري او مذهبي حقوق پر ځای دي.

د تای پای د چینگ چي، پوهنتون استاد چانگ چونگ فو، وایي چین په زور هڅه کوي چې شین ژیانگ تابع کړي. هغه وایي ډیر داسې کارونه یې لیدلي چې د شین ژیانگ خلک او ایغوریان بدناموي او وایي چې په شین ژیانگ کې خلک تروریستان دي او یا داچې "ایغوریان احمق مذهبي وگړي دي".