شاته

د ترمپ د جمهوري ریاست سل کاري ورځې

په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس ټرمپ له کار نه نږدې سل ورځې پوره کیږي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د نړۍ په مختلفو برخو کې د جمهور رئیس ټرمپ د فعالیتونو په اړه د بیلابیلو هیوادونو د خلکو نظریات راټول کړي.

شمالي کوریا

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو نه غوښتي دي چې په شمالي کوریا باندي نور بندیزونه ولگوي.

ښاغلي ټرمپ دغه غوښتنه د هغې نه وروسته کړي چې داسي احتمال کیږي شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ بله یعنی شپږمه اتومي ازموینه وکړي.

د شمالي کوریا مرکز پینګ یانګ اوسیدونکی وایي "د ټرمپ د جمهوري ریاست سل ورځې پوره کیدونکې دي، خو مونږ يي قصه کې نه یو چې هرڅوک جمهور رئیس وي. ستونزه داده چې آیا هغوئ د شمالي کوریا په ضد خپل پالیسي بندوي که نه، یا داسی همکاري به وکړي چې مونږ بیرته یو متحد هیواد شو؟"

بل اوسیدونکی بیا وايي "امریکا هیڅ کله نه بدلیږي. هروخت کوشش کوي چې زمونږ په هیواد فشار زیات کړي"

ایران

ډونالدټرمپ د خپل جمهوري ریاست کمپاین په وخت کې په واضح توګه وویل چې امریکا لومړیتوب لري خو د خپلو سلو ورځو په جریان کې یي ولیدل چې حکومت يي په ډیرو پیچلو جهاني مسایلو کې ګیر دی.

ترهغې وروسته د امریکا او ایران ترمنځ اړیکو کې خړپړتیا پیدا شوه، خو ځنی فکر کوي چې اتومي موافقې ته به پکې زیان ونه رسیږي: په تهران کې د ایرانیانو نه پوښتنه وشوه چې د ټرمپ په جمهوریت کې ځان څومره خوندي یا د خطر سره احساسوي؟

په تهران کې متقاعد معلم یادالله صبحاني "ټرمپ په اول سر کې په ډير شهرت سره واک ته ورسیدو، خو اصلا د خپلو ځنو وعدو لکه د روسیې، منځني ختیځ، سوریې او دیته ورته خبرو نه په شا شوی دی"

یو جنجال یي دا دی چې په سیمه ایزه ګټو کې سیالي وکړي، پدې کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي قواو د عراق ملاتړ کړی چې په موصل ولایت کې د داعش ډله له منځه یوسي.

سوریه

د سوریې په مرکز دمشق کې هم د خلکو وپوښتل شوو چې د جمهور رئیس ټرمپ په اړه د پام وړ یي څه دي؟ اکثره یي وایي د ټرمپ په راتلو په نړۍ کې خطرونه زیات شوي دي:

د دمشق اوسیدونکې فاطمه وایي "ټرمپ په عربي نړۍ کې مشکلات ډیر کړي دي او ددی اول ثبوت په سوریه کې نظامي حمله وه"

ښوونکی محمدعلي "مونږ باید هیڅکله په امریکایي حکومت شرط ونه تړو، دا که جمهوري غوښتونکي وي که دیموکرات. ټول یو شان دي، داسی څرګندوي چې د تروریزم په وړاندې جنګیږي، خو پدې برخه کې هیڅ نه کوي"

روسیه

د امریکا په حکومت بی باوري د مسکو د اوسیدونکو ترمنځ هم موجوده ده.

د مسکو اوسیدونکی یوري وایي "د روسیې او امریکا په اړیکو کې هیڅ بدلون ندی راغلې"

د مسکو بل اوسیدونکی کریل وایي "په عمومي توګه څه بدلون ندی راغلی، خو ویلی چې شم چې د ورځې ټرمپ انتخاب شوی زه په رشتیا ډیر هیله من یم چې هرڅه به سم شي"

د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت په لمړنیو سلو ورځو کې چې د اپریل په ۲۹ د شنبې په ورځ پوره کیږي، سپینه ماڼۍ د ډیرو مهمو لاسته راوړنو یادونه لري.

د ستری محکمې د یو جمهوري غوښتونکي قاضي د تعینولو نه نیولې، تر نړیوالو تجارتي قراردادونو فسخه کولو، ترهګرۍ ضد مبارزې کې جدیت، د مهاجرت قوانین او سرحدونو امنیت او د نړیوالو متحدینو سره نژدې همکاري یي عمده ټکي دي.