شاته

په سویډن کې درې افغانان پر یوې ښځې په جنسي تیري محکوم شول

یوې سویډنۍ محکمې د سه شنبې په ورځ درې تنه چې عمرونه یې له ١٨ نه تر ٢۴ کالو پورې دي، د ډله ایز جنسي تیري په تور محکوم کړل.

د اپسالا په نامه سویډنۍ محکمې ویلي دي چې یو تن یې په جنسي تیري او د جنسي تیري لپاره په مرسته په ٢٧ میاشتو بند محکوم کړی دی. د دوو نورو څخه یو تن ته یو کال او بل ته په دې خاطر چې د جرم پر وخت یې سن له اتلس کالو کم و، د شپږ میاشتو بند سزا اورل شوې ده.

ددغو دریو کسانو څخه دوه یې افغانان دي او دریم یې افغاني الاصله سویډنی دی.

د محکمې قاضي نیلز پلبراند وایي هغه ښځه چې پرې تیری شوی څه باندې ٣٠ کلنه ده او د مخدره توکو او الکلو تر تاثیر لاندې وه او د جنسي عمل لپاره یې نشوای کولای چې خپل رضایت څرگند کړي. دغو دریو تنو نارینو چې هغوی هم د عمل پر وخت نشه وو، ویلي چې دغه ښځه په خپله رضا دې عمل ته حاضره شوې وه.

محکمه وایي چې ددغه جنسي تیري فلم چې په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپریده، په سویډن او نړۍ کې زیاتو کسانو لیدلی دی. د اسوشیتید پرس اژانس وایي، دغه ویدیو د بندو دروازو ترشا په محکمه کې هم ښودل شوی ده.

همداشان محکمې حکم کړی چې دغه درې تنه دې ٣٠٠٠٠٠ زره سویډني کرونه چې ٣٣٨٩٠ ډالر کیږي هغې ښځې ته ورکړي چې پرې تیری شوی دی.

پولیسو دغه درې واړه تیري کوونکي د جنورۍ په میاشت کې ستاکهولم ته نژدې نیولي وو.