BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو لومړۍ ورځ: اسټراليا ښه وځلېده

Image copyright Getty
Image caption د اولمپيک په لومړۍ ورځ اسټراليا د سرو زرو دوه مډالونه وګټل

د برازيل په ريو ډي جينرو کې د ۲۰۱۶ کال روانو اولمپيک سياليو په لومړی ورځ اسټراليا دوه د سرو زرو او د ژېړو يوه مډال په ګټلو سره په دغو سياليو کې په لومړی نمبر ده.

اسټراليا دواړه د سرو زرو مډالونه د لامبو وهلو په سياليو کې ترلاسه کړل.

ميک هارټن د نارينه وو په ۴۰۰ متره لامبو سياليو کې لومړی د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. ده ټاکل شوی واټن په درې دقيقو او ۴۱،۵۵ ثانيو کې او چينايي سيال يې دغه واټن په درې دقيقو او ۴۱،۶۸ ثانيو کې وواهه او دوهم نمبر راغی.

دوهم د سرو زرو مډال د اسټراليا د ښځو لوبډلې د لامبو په برخه کې ترلاسه کړ.

د اولمپيک لوبو د مډالونو جدول دلته موندلی شئ.

د مډالونو په جدول کې هنګري د سرو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره په دوهم نمبر، امريکا په درېيم، جنوبي کوريا په څلورم او جاپان پر پنځم نمبر دي. امريکا، جاپان او چين د پنځو پنځو مډالونو په ګټلو سره تر دې مهاله تر ټولو ډېر مډالونه ترلاسه کړي دي.

Image copyright Reuters
Image caption د هنګري لامبو وهونکې په ۱۰۰ متره واټن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ

ويتنام په دغو سياليو کې د سرو زرو لومړی مډال د نښې ويشتلو په برخه کې ترلاسه کړ. تر دې وړاندې اولمپيک سياليو کې ويتنام د ژېړو او سپينو زرو مډالونه ګټلي وو خو دا يې د سرو زرو لومړی مډال دی.

کوربه هېواد برازيل تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې د سرو زرو مډال وګټی.

بېلابېلو هېوادونو د لوبو په لومړی ورځ ټول د سرو زرو ۱۲ مډالونه ترلاسه کړي دي.

د اولمپيک په روانو سياليو کې روسيې خپل لومړی مډال د جوډو په برخه کې ترلاسه کړ. د بلجيم ګريګ وون اورمېنټ د نارينه وو سايکل ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د اولمپيک لومړۍ ورځ د پاکستان لوبډلې لپاره ښه نه وه، د دغه هېواد لامبووهونکی حارث بانډ په ۴۰۰ متره واټن کې تر ټولو وروسته راغی.

د ښځينه وو د يوازې ځان ټېنس په لومړۍ برخه کې د امريکا وينس وېليمز له سياليو ووته، نوموړې ته د بلجيم کرسټين فلکپکينس ماته ورکړه.

Image copyright Reuters
Image caption ويتنام په اولمپيک سياليو کې لومړی د سرو زرو مډال ترلاسه کړ

د سايکل ځغلوونې په برخه کې د فرانسې سمير عاطف سعيد پښه ماته شوه.

د کډوالو د لوبډلې ښځنينه لامبو وهونکې يسرا مارديني په ۱۰۰ متره واټن کې بټرفلای لامبو کې په ۴۱ نمبر راغله، خو په دې و نه توانېده چې راتلونکې مرحلې ته لار ومومي.

د افغانستان لومړۍ سيالۍ راتلونکې پنجشنبې د اګست پر ۱۱ د جوډو په برخه کې ده.

Image copyright bbc
Image copyright Getty
Image caption د امريکا وينس ويليمز د ټېنس لوبو په لومړۍ پړاو کې ماته وخوړه
Image copyright AP

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هم د دغو ساليو د ليدلو لباره ريو ته تللی و