BBC
 شاته

بدخشان کې یوه نجلۍ د هغې د نڅا ویډیو خپرېدو له امله وژل شوې

Image caption وژل شوې نجلۍ د اتم ټولګې زده کوونکې وه

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې چارواکو ویلي، یوه ۱۵ کلنه نجلۍ احتمالا له دې امله وژل شوې چې په واده کې د نڅا ویډیو یې خپره شوې ده.

بدخشان کې د افغانستان کې د بشري حقونو کمیسیون ولایتي دفتر رییسه عارفه نوید وایي، امنیتي چارواکو ورته ویلي چې دې نجلۍ د خپلو خپلوانو په واده کې نڅا کړې وه.

مېرمن نوید بي بي سي ته وویل، کله چې ددې نجلۍ د نڅا ویډیو د ټېلفون د بلوټوټ له لارې یو بل ته لېږدول شوې، د هغه ۱۸ کلن ورور غوسه شوی او خپله خور یې د تومانچې په ډزو وژلې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، دا پېښه تېره ورځ (اسد/زمري ۱۶مه) د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې رامنځته شوې او ددې نجلۍ ورور د هغې د وژنې په تور نیول شوی دی.

خو د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وویل، که څه هم پولیسو ددې نجلۍ ورور نیولی او دا څرګنده ده چې نجلۍ د تومانچې په ډزو وژل شوې، خو مور یې ویلي چې لور یې "ځانوژنه" کړې ده.

ښاغلي فروتن زیاته کړه، د بدخشان پولیس د امکاناتو نشتوالي له امله چې نشي کولی تثبیت کړي ډزې د چا په لاس شوي، په قطعي ډول نشي ویلی چې دغه نجلۍ څنګه وژل شوې ده.

که دا نجلۍ په واده کې د ګډېدو په دلیل وژل شوې وي، نو دا پېښه کتونکي د "ناموسي وژنو" په کتار کې راولي.

د افغانستان په سنتي ټولنه کې نجونې او ښځې اړې دي شدید محدودیتونه رعایت کړي چې په ودونو کې نڅا هم له دې محدودیتونو ګڼل کېږي.

معمولا دا محدودیتونه د کورنیو د نارینه و لخوا رامنځته کېږي او له دغو محدودیتونو اوښتل ځان رسوایي ګڼي.

Image copyright f