BBC
 شاته

د سوريې اوږده جګړه

تېرو دوو کلونو کې د اسلام پاله توندلارو ګواښونو نژدې د هرې بهرنۍ رسنۍ لپاره دا ناشونې کړې وه، چې د سوريې شمال لوېديځ سيمې ته ورننوځي.

اوس د بي بي سي يوې ډلې هغه ځای ته لار موندلې، چې يو وخت له رقې پرته د "اسلامي دولت" نومې ډلې تر ټولو لوی ښار و.

د حلب ولايت ځينې برخې اوس د سوريې خپلواک پوځ تر ولکې لاندې دي.

دا دمخالفانو يوه ډله ده، چې له حکومتي پوځه بېلو شويو افسرانو جوړه کړې او ترکيه يې ملاتړ کوي. خو د داعش پر وړاندې جګړه کې روسيه او امريکا د غليمو ډلو ملاتړ کوي، چې د سوریې جګړه يې لا پسې پېچلې کړې ده.