BBC
 شاته

د فرانسې ټاکنې

د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو پايلې ښيي چې دې پړاو کې کوم پرېکنده بری د چا په برخه نه و، او اوس به وروستۍ سيالي د نوي سياستوال اېمانوېل مکرون، او د توندلارې ښي اړخې مارين لوپن ترمنځ وي.

د ۴۷ ميليون رايو له شمېرنې سره ښاغلی مکرون په ۲۳ سلنه رايو مخکښ دی، ورپسې په نژدې واټن کې مېرمن لوپن ده، چې ۲۱ سلنه رايې يې ګټلې دي. نو اوس به د فرانسې پر وړاندې غوراوي لار څه وي؟