BBC
 شاته

د افغانستان د دفاع وزير او لوی درستيز استعفا

د افغانستان دفاع وزير او د پوځ لوی درستيز بلخ کې پر پوځي قول اردو د طالبانو له مرګوني بريد وروسته له دندو لرې شوي دي.

پر ۲۰۹ شاهين قول اردو دې بريد کې چې د طالبانو له پرځېدا راهيسې تر ټولو مرګونی بلل شوی، له ۱۰۰ زيات افغان سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي وو.

د افغان پوځي چارواکو د استعفا اعلان د امريکا د دفاع وزیر له سفر سره همهاله شوی، چې په ناڅاپي توګه کابل ته ورغلی دی.