BBC
 شاته

د امریکا دفاع وزیر: د افغانانو تر څنګ ولاړ یوو

جیمز میټس د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا دفاع وزیر جیمز میټس وايي، هېواد به یې د افغانستان د دفاع لپاره له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه درېږي

دامریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر جیمز ماټیس، چې افغانستان ته په ناڅاپي سفر تللی و وايي، له افغان حکومت سره به خبرې روانې وساتي، چې وکولای شي د امریکا ولسمشر ته د حالت سمې ارزونې په اړه مشوره ورکړي.

ښاغلي ماټیس دا هم وویل، چې له یوه مسلکي پلاوي سره یو ځای افغانستان ته راغلی چې د دې هېواد امنیت حالت له نژدې وڅېړي.

له دې مخکې افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و، د ولسمشر ټرمپ د ادارې نوې افغان تگلارې په تړاو سلا مشورې ښايي د راتلونکې مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې پاى ومومي او تگلاره به څرگنده شي.

د نړیوالو ځواکونو نوی قومندان: افغانستان کې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی

پنتاګون افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته نوی قومندان ټاکلی

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر افغانستان ته تللی

کابل کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې ښاغلي ماټيس ویلي، حکومت به یې ژر د افغانستان په تړاو خپله پالیسي څرګنده کړي.

نوموړي دغه راز ویلي ۲۰۱۷ کال به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یو بل ننګونکی کال وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا دفاع وزیر له افغان ولسمشر او لوړ پوړو افغان چارواکو سره لیدلي

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس وايي، هېواد به یې د افغانستان د دفاع لپاره له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه درېږي.

ښاغلي مټیس د افغان حکومت وسله وال مخالفان 'وحشي دښمنان ' بللي او وايي د هغوی کړنې ثابتوي، چې باید په همکارۍ سره هغوی ته ماتې ورکړو.

له دې مخکې افغانستان کې د متحدو ایالتونو او ناټو ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن د افغانستان لپاره د اضافي امریکايي ځواکونو لېږلو غوښتنه کړې وه.

د امریکا دفاع وزیر داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې درې ورځې مخکې بلخ ولایت کې د افغان پوځ پر شاهین قول اردو وسله والو طالبانو یوه خونړي برید کې له ۱۰۰ ډېر افغان پوځيان ووژل.

بل لور ته افغانستان ته د ښاغلي ماټیس له سفر سره هممهاله د افغانستان خوست ولایت کې وسله والو طالبانو د امریکايي ځواکونو پر یوې اډې موټر بم برید کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا دفاع وزیر له افغان حکومتي مشرانو سره

د خوست امنیې قومندان فیض الله غیرت بي بي سي ته ویلي، دغه برید کې څلور افغان سرتېري وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دی.

د امریکا دفاع وزیر دغو بریدونو ته په اشارې سره ویلي، که طالبان غواړي، افغانستان کې له سیاسي بهیر سره یو ځای شي، باید له جګړې لاس پر سر شي او له 'ترهګرو ډلو ' ځان ګوښی کړي.

غونډې ته وینا کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د ستر بم کاروولو دفاع کړې. نوموړي ویلي:

''دغه بم د داعش لپاره یوه څرګند پیغام دی او هغه دا چې که دوی افغانستان ته راځي، له منځه به یووړل شي. ''

نوموړي دغه راز ویلي روان کال به هم له داعش ډلې سره مبارزه روانه وي. د دغه امریکايي جنرال په وینا د افغانستان ډېری خلک نه غواړي یو ځل بیا د طالبانو واکمني وویني.