شاته

په دوواونیو کې له اتو زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي

د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت چارواکي وایي، د اسد د میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د اته زرو څخه زیاتې کورنۍ د ناامنۍ او طبیعي پیښو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې روانې جګړې او د وچکالۍ او نورو طبیعي پیښو د دغو ولایتونو اوسیدونکي خپلو مینو پریښودلو ته اړ کړي دي.

د ناامنیو او طبیعي پیښو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

ددغه وزارت ویاند عمر محمدي نن د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې زیات شمیر بې ځایه شوې کورنۍ د کندز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې بې ځایه شوي دي.

ښاغلي محمدي وویل "په طبیعي او غیر طبیعي پیښو کې ۳۸ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي او ۸۰۱۵ کورنۍ بې ځایه شوي په پڼخلس ورځو کې په ۱۹ ولایتونو کې".

محمدي وویل، چې په طبیعي پیښو کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۹ په نورو پیښو کې وژل شوي دي.

همداشان دا وزارت وایي، په دغو ۱۹ ولایتونو کې په بیلابیلو پیښو کې ۸۸ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

کندز، هرات، بغلان، پکتیکا، نورستان، جوزجان، ننګرهار،خوست، میدان وردک، بدخشان، غزني، تخار، زابل، هلمند او نیمروز په ولایتونو کې دا کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت چارواکي وایي، چې ددغو بې ځایه شوو کورنیو له ډلې دغه وزارت یوازې ۱۴۲۴ کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د جګړو د فصل له پیل څخه تراوسه شل زره کورنۍ له خپلو مینو بې ځایه شوي دي چې ددغه وزارت د وینا له مخې په ډیرو سختو حالاتو کې ژوند کوي.