BBC
 شاته

د بشار اسد مخالفینو د حلب ښار کلابندی 'ماته کړه'

Image copyright AFP
Image caption په انځور کې د حلب اوسېدونکي دي چې د کلابندۍ پر ماتېدو خوښي ښيي

د سوریې دولت وسله وال مخالفین وایي بریالي شوي چې د حلب ښار کلابندي ماته کړي او ددې ښار په ختیځ او لویدیځ کې د خپلو ځواکونو ترمنځ د اړیکې لاره پرانېزي.

ورته وخت کې د سوریې دولتي ځواکونو ددې ادعا په ردولو وایي، د اورپکو هڅه یې شنډه کړې ده.

د شنبې ورځې (اسد/زمري ۱۶مه) په وروستیو د حلب ښار د وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شول، خو اوس د سوریې وضعیت څارونکي فعالان چې دفتر یې بریتانیا کې دی وایي، اورپکې توانېدلي د حلب په ختیځ کې کې خپلو واحدونو سره اړیکه ټینګه کړي.

سره له دې هم راپور ورکړل شوي چې د دولت مخالفو ځواکونو ایتلاف لا نه دی توانېدلی پر هغې سیمې بشپړ کنټرول ولري چې"نوې یې نیولې."

القاعدې ته نژدې څو جهادي ډلې حلب ددغه دولت ضد ایتلاف کې شامل دي.

سوریه کې د بشري حقونو څارونکې بریتانیا مېشتې ډلې مشر رامي عبدالرحمن د شنبې په ورځ وویل، اورپکي توانېدلي د حلب کلابندي ماته کړي، که څه هم لا نه دي توانېدلي پر خلاصې شوې لارې د خپلو واحدونو ټینګ کنټرول ولري.

Image copyright Getty
Image caption د سپینې خولۍ لرونکي مرستندویان ښکاري چې د حلب کلابندۍ پر ماتېدو خوښ دي

وړمه ورځ (جمعه) هم د بشار اسد مخالفینو د دولتي ځواکونو پر یوه مرکز د برید خبر ورکړ، خو د دولت ملاتړې جبهې ساعت وروسته ادعا وکړه چې مخالفین یې شاته تمبولي او دغه پوځي مرکز یې بېرته نیولی.

ورته وخت کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د کردانو او عربانو ګډه جبهه چې امریکا یې ملاتړ کوي توانېدلې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې له لاسه د منبج ښار کنټرول وباسي.