شاته

 سیګار: د بغلان د زندانیانو مصونیت په خطر کې دی

سیګار وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پېسو د بغلان جوړ شوی زندان د معمارۍ په نړیوالو معیارونو برابر نه دی.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش سیګار په تازه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د بغلان زندان افغان حکومت ته له سپارل کېدو مخکې د ساختمانۍ لس ستونزې لرلې چې پنځه یې د زندانیانو مصونیت له خطر سره مخامخ کوي.

سیګار وايي په دغه زندان باندې ۱۱.۳ میلیونه ډالره لګېدلي دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو ضد څانګې په ۲۰۱۰ کال کې د عمران هولدین ګروپ په نامه له یو افغان شرکت سره یې د جوړولو ډالرو قرارداد وکړ.

د زندان کار په ۲۰۱۲ کال کې ختم شو.

خو سیګار وايي چې د دوی تحقیقاتو وموندل چې د دغه زندان په دریو خونو کې د ساختمانۍ معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي، ستنې يې غیر معیاري دي او په کې استعمال شوي مواد یې هم خراب او د قرارداد خلاف دي.

سیګار په خپل راپور کې د بغلان د زندان دا تصویر هم خپور کړی

سیګار په خپل راپور کې د بغلان د زندان دا تصویر هم خپور کړی

سیګار اندېښنه ښودلې چې د دغه زندان درې ودانۍ غیر معیارې جوړې شوې او د زلزلې هېڅ مقاومت نلري چې ورسره د زندانیانو مصونیت له خطر سره مخامخ دی. پر دې سربېره سیګا وايي په دغو خونو کې د اور وژنې وسایل هم نشته.

په راپور کې راغلي چې په دغو خونو کې باید له ۳۵۰ څخه زیات بندیان ونه ساتل شي. زندان د ۴۹۵ کسانو لپاره جوړ شوی خو اوس په کې ۷۷۷ بندیان ساتل کیږي. وايي په یوې خونې کې چې باید اته کسان وساتل شي ۱۵ بندیان ځای کړل شوي دي.

د سیګار راپور داسې مهال خپریږي چې د بشري حقونو سازمانونه په افغانستان کې د زندانیانو پر حالت اندېښنه ښودلې او ویلي یې چې زندانیان په افغانستان کې شکنجه کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.