BBC
 شاته

شاهين قول اردو کې د قربانيانو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

د افغانستان په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د طالبانو په بريد کې د وژل شويو افغان سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی دی.

وړاندې افغان حکومت دا شمېر شاوخوا ۱۰۰ ښودلی و.

نن په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان شو، دغه برید په هېواد دننه خلکو او ځینو بهرنیو هېوادنو او ټولنو سخت غندلی دی.