BBC
 شاته

اچین له زورور بم بريد وروسته

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له داعش اورپکو سره جګړه لا هم روانه ده. دلته تېره اوونۍ امریکا د داعش پر پټنځایونو تر ټولو زورور نااتومي بم چې د بمونو مور یې باله غورځولی و.

افغان حکومت وويل په هغه برید کې څه باندې ۹۰ داعش اورپکي ووژل شول خو داعش دا خبره رد کړې.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي اچین ته ورغلی دی او نور جزیات لري.