BBC
 شاته

د کتاب نړیواله ورځ، د کال غوره کتابونو ته جایزې

Image caption د ملګرو ملتونو فرهنګي څانګې یونیسکو د اپریل ۲۳ مه د کتاب نړیوالي ورځې په نوم نومولي ده، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې هر کال لمانځل کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي دوی پر دې غور کوي چې د کال غوره کتابونو ته جایزه ورکړي.

دا خبره د دې وزارت سرپرست وزیر نن په کابل کې د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.

په افغانستان کې کتاب خپروونکي وايي، په وروستیو کلونو کې د کتاب چاپولو صنعت غوړېدلی او کتاب لوستونکي د تېر په پرتله ډېر شوي دي.

د کتاب نړیواله ورځ؛ افغانستان کې کتاب چاپول په کمېدو دي

ستاسې نظر: د کتاب نړیواله ورځ، تاسې کتابونه لولئ؟

په افغانستان کې د کتاب رسمي ورځ ته لا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا وخت شته خو نن په کابل کې یوه خصوصي بنسټ د کتاب نړیواله ورځ ولمانځله چې چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه.

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکورېدا راهیسې افغان حکومتونو د کتاب چاپ او لیکوالو ته یې د جایزې چارې ډېرې پر مخ نه دي بيولې.

د طالبانو له نسکورېدا راهیسې کابل تل ویلي چې دا کار یې خصوصي ډګر ته پرېښی.

له تېرو شپږو کلونو راهیسې په کابل کې د (زري کړکي) په نوم فرهنګي بنسټ د افغان لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو د هڅونې په موخه د دوی اثارو ته جایزه ور کوي.

د زري کړکي فرهنګي بنسټ مشر نجیب منلي وايي د ځينو معیارونو له مخې دغه بنسټ د لیکوالو په اثارو غور کوي:

Image caption په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د کتاب چاپولو صنعت غوړېډلی او لوستونکي د تېر په پرتله ډېر شوي دي

"لومړی د هنرپرورۍ ارزښت دی، دویم فصل چې موږ یې په نظر کې نیسو، انسانیت دی. درېیم ارزښت ژبې ته درناوی دی، او څلورم مهم اصل افغاني ادبیاتو ته د یوه نوي فکر راوړل دي، چې د ملي یووالي ارزښت هم دی."

لیکوال او ژباړن لطیف بهاند، چې د ژباړې په برخه کې یې جایزه ګټلي ده، وايي د کتابونو چاپ او په عامو ځایونو کې د کتابتونونو جوړول به پر مطالعې د خلکو د مخ وراړولو سره مرسته وکړي:

"که دېرش کاله مخکې دا ډول جشنونه جوړ شوي وای، اوس به جګړه نه وه، زما هغه همټولګیوال چې سنګر ته تللي وو، کېدای شي نن به زما ترڅنګ ولاړ وو. که زموږ هر کور، کلي او ښار ته کتابونه او کتابتونونه ورسېږي، نو زما په فکر به جګړه کراره کراره په ختمېدو وي."

Image caption د زري کړکي فرهنګي بنسټ مشر نجیب منلي وايي د ځينو معیارونو له مخې دغه بنسټ د لیکوالو په اثارو غور کوي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري دا خبره ومنله او ژمنه یې وکړه چې د دوی وزارت به هم د غوره کتابونو لپاره جایزې په پام کې ونیسي:

"موږ اوس پر دې کار کوو چې په مختلفو برخو کې جایزې اعلان کړو."

د کتاب نړیواله ورځ او د لوستلو ستونزې

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د کتاب چاپولو صنعت غوړېډلی او لوستونکي د تېر په پرتله ډېر شوي دي، د کابل په ګډون په ولایتونو او ولسوالیو کې د دولتي کتابتونونو تر څنګ یو شمېر شخصي کتابتونونه هم د مطالعې دودولو په موخه جوړ شوي دي.

Image caption د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري دا خبره ومنله او ژمنه یې وکړه چې د دوی وزارت به هم د غوره کتابونو لپاره جایزې په پام کې ونیسي:

د ملګرو ملتونو فرهنګي څانګې یونیسکو د اپریل ۲۳ مه د کتاب نړیوالي ورځې په نوم نومولي ده، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې هر کال لمانځل کېږي.

د کتاب نړیوالې ورځې په مناسب په کابل کې یوشمېر کتابپلورنځیو کې د کتاب لوستونکو لپاره ځانګړی تخفیف اعلان کړی دی.