شاته

د افغان - ترک د ښوونځيو د نه تړلو لپاره د افغانستان هڅه

د ترکیې حکومت غواړي چې د خپل هیواد بهر ترکي ښوونځي وتړي چې افغان – ترک ښوونځي هم په دې لړۍ کې شامل دي.

له ترکیې څخه بهر ترکي ښوونځي د ناراضه ترک روحاني فتح الله گولن د سیاسي جریان له لورې تمول او پرمخ بیول کیږي. ښاغلی گولن چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په خپله خوښه په تبعید کې ژوند کوي د ترکیې د حکومت له لورې ددې هیواد د وروستۍ ناکامې کودتا اصلي طرحه کوونکی گڼل کیږي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د افغان – ترک د ښوونځیو د تړل کیدو نه په اندیښنې ویلي دي چې تر اوسه د ترکیې حکومت په رسمي توگه د افغان-ترک د ښوونځیو د تړلو غوښتنه نه ده کړې، خو د هغه په وینا د افغانستان حکومت به هیڅکله ددې ښوونځیو زده کوونکي بې سرنوښته نه کړي.

د ترکیې صدراعظم د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره ژمنه کړې چې د افغان – ترک ښوونځیو د مدیریت په بدلیدو سره ترکیه په افغانستان کې روزنې او زده کړو ته دوام ورکوي

د ترکیې صدراعظم د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره ژمنه کړې چې د افغان – ترک ښوونځیو د مدیریت په بدلیدو سره ترکیه په افغانستان کې روزنې او زده کړو ته دوام ورکوي

خو د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش گوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج وویل چې ددې گوند له مشرانو سره په یوه وروستۍ کتنه کې د ترکیې سفیر د افغان – ترک د ښوونځیو د تړل کیدو خبر ورکړ.

ښاغلي ته‌ینج وویل چې ښاغلی دوستم د افغان – ترک د ښوونځیو له ملاتړو څخه دی او اوس په ترکیه کې دی او د ترکي مقاماتو سره په تماس کې دی چې په یوه هم آهنگه هڅه او سمه توگه ددې ښوونځیو په مدیریت کې بدلون راشي او د هغوی له تړل کیدو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې لومړنی افغان-ترک ښوونځی په ۱۹۹۵ کال کې پرانستل شو او اوس یې شمیر ٢٠ ته رسیدلی دی چې په کې شاو خوا ۸۵۰۰ شاگردان لوست کوي. تر اوسه څه دپاسه ۵۰۰۰ زده کوونکي د افغان – ترک له ښوونځیو څخه فارغ شوي دي.

په کابل کې د یو افغان-ترک د ښوونځي شاگردانې

په کابل کې د یو افغان-ترک د ښوونځي شاگردانې

د افغان-ترک د ښوونځیو عمومي رئیس نعمان اردوغان وویل چې دغه ښوونځي له هر ډول اندیښنې او سیاسي فعالیت پرته د زده کوونکو روزنې ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان مشرژان له بل هر چا څخه د دې هیواد په ښیگړه ښه پوهیږي او د افغان – ترک د ښوونځیو د سرنوشت په اړه به تصمیم ونیسي.

د ترکیې حکومت د پاکستان او کمبودیا په گډون د نورو هیوادونو څخه غوښتي چې ترکي ښوونځي وتړي، خو یو شمیر هیوادونو دغه غوښتنه رد کړې ده.

د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان ژمنه کړې چې ټول هغه بنسټونه چې د فتح الله گولن سره اړیکه لري بند کړي.

ښاغلي اردوغان د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي گولن اړوند ټولو سیاسي سازمانونو سره د سوداگرو د بشپړه اړیکو د بندولو په اړه خبر ورکړ.

ښاغلي اردوغان وویل چې د گولن لاسونه په وینو لړلي دي ... هره هغه سنت چې د فتح الله گولن غورځنگ ته ورځي، د ټوپک په جاغور کې د مرمۍ په څیر دي چې د ترکیې په ولس فیر کیږي".

د ترکي مقاماتو د تورونو او ترکیې ته د فتح الله گولن د سپارلو په اړوند د واشنگټن او انقرې د جنجال سره سره ښاغلی فتح الله چې د ۱۹۹۹ کال راهیسې په متحده ایالاتو کې په خپله خوښه په جلا وطنۍ کې اوسیږي د ترکیې په وروستۍ کودتا کې لاس لرل ردوي.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست دی. د څه دپاسه څلور لسیزو راهیسې یې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، جرمني رسنیو، آزادۍ رادیو او د امریکا غږ په مختلفو برخو کې کار کړی.