شاته

د هلمند جګړه؛ د کوټې شورا د انتقال لپاره د "دښمن" هڅه

د افغانستان حکومت خبرداری ورکوي چې "دښمن" په هلمند کې د جګړې په پراخولو سره غواړي دغه ولایت له سقوط سره مخامخ کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري یوې خبرې ناستې ته د وینا پر مهال لدې پرته چې د "دښمن" نوم واخلي ویلي چې وسله وال غوښتل د هلمند د سقوط لپاره په یو وخت کې ددغه ولایت پر شپږو والسوالیو برید وکړي.

هلمند د افغانستان په لویدیځ کې یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې وخت نا وخت پکې جګړې او تاوتریخوالي رامنځته کیږي.

د ښاغلي وزیري په وینا افغان دولت د "دښمن" هغه پلان شوې طرحه ناکامه کړې چې غوښتل یې د هلمند تر سقوط وروسته د کوټې شورا ددغه ولایت مربوطاتو ته انتقال کړي.

نوموړي وویل: "دښمن هڅه کوله چې د کوټې شورا په هلمند کې ځای پرځای کړي، نړیوالو ته ووايې چې د کوټې شوار په هلمند کې ده او جکړه د افغانانو په منځ کې روانه ده."

کوټه د بلوچستان ایالت مرکز دی، هغه سېمه چې افغان حکومت په وار وار پکې د وسله والو طالبانو د شورا شتوالي له کبله پر پاکستان نیوکې کړي دي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

پر همدې حال د افغان دفاع وزارت چارواکي وایې چې طالبانو په هلمند کې تر ماتې وروسته خپل ټول پام ارزګان ولایت ته اړولی دی. د وزیري په وینا د کومو ولسوالیو لارې چې د وسله والو لخوا بندې شوې وې د افغان ځواکونو دعملیاتو په ترڅ کې بیرته خلاصې شوې دي.

ارزګان د هلمند په ګاوند کې پروت له ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان له لویدیځو ولایتونو څخه د تاوتریخوالو د ډیریدو مسله تر هغې پورته کیږي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار لخوا په تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې افغان حکومت د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هېواد د پنځه فیصده خاورې حاکمیت له لاسه ورکړی دی.

راپور کې راغلي چې افغان دولت اوس پر ۶۵،۶ فیصده خاورې حاکمیت لري چې دا اندازه د روان میلادي کال په جنورۍ کې ۷۰،۵ فیصده وه.

سیګار د طالبانو "عمري" عملیاتو ته په اشارې لیکلي چې دغه ډله په ۲۰۱۶ کال کې خپل تحرک ډیر کړی دی. افغان حکومت د سیګار راپور نه مني او وایې چې پدې وروستیو یې کې ډيرې سیمې له مخالفینو بیرته نیولي دي.