شاته

امریکا پاکستان ته د ترهگرۍ ضد ٣٠٠ میلیونه لگښت نه ورکوي

د امریکا د دفاع د دفاع وزارت ویاند ادم ستمپ وویل چې "دا پیسې د پاکستان حکومت ته نه ورکول کیږي، ځکه د امریکا د دفاع وزیر تر اوسه دا نه دي تائید کړي چې اسلام آباد د حقاني شبکې پر ضد غوڅ اقدامات کړي دي".

په تیره یوه لسیزه کې د امریکا او پاکستان اړیکې کړکیچنې وی، ځکه د امریکایي چارواکو په وینا پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد نه غواړي چې جدي اقدام وکړي.

دغه ۳۰۰ میلیون ډالر د امریکا د دفاع وزارت د "ایتلاف د پولي ملاتړ" د پروگرام یوه برخه ده. ددې پروگرام په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالات د هغه شمیر متحدینو سره پوځي مرستې کوي چې د ترهگرۍ او تاوتریخوالي په ضد عملیات ترسره کوي.

پاکستان ددغو مرستو ستر ترلاسه کوونکی هیواد دی او د پنتاگون د شمیرو له مخې دې هیواد د ٢٠٠٢ کال راهیسې د ایتلاف د ملاتړ له صندوق څخه د امریکا له لورې ١۴ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.

امریکایي مقامات نیوکه کوي چې د پاکستان پوځي ځواکونه که څه هم چې په تیرو دوو کلونو کې په وزیرستان کې په عملیاتو بوخت دي، د ترهگرو ډلو پر ضد په توپیري او انتخابي توگه عمل کوي.

خو پاکستان ترهگرو ډلو ته د پناه ورکولو خبره ردوي. ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن وویل چې "د پاکستان حکومت د ترهگرو ترمنځ توپیر نه کوي او د ترهگرۍ او ترهگرو عناصرو پر ضد یې په پخله خاوره کې جگړه کړې ده".

امریکا د پاکستان د جمعیت الاحرار ډله "ترهگره ډله" وگڼله

په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان د جمعیت الاحرار ملیشه ډله د نړیوالو ترهگرو په لیست کې شامله کړه. دې ډلې پر ملکي وگړو، دیني اقلیتونو او عسکرو باندې زیات شمیر بریدونه کړي دي.

جمعیت الاحرار د پاکستاني طالبانو نه یوه جلا شوې ډله ده چې د اسلامي دولت د ډلې نه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دې ډلې په تیرو اتو میاشتو کې لږ تر لږه د پنځو سترو بریدونو مسؤلیت منلی دی. په دې بریدونو کې په لاهور ښار کې د مسحیانو په مذهبي جشن باندې برید چې ٧٠ تنه په کې ووژل شول او په پیښور کې یې د امریکا د قونسلگرۍ د دوه پاکستاني مامورینو وژل شامل دي.

پاکستان له پخوا څخه د هغو سخت دریځو ډلو ملاتړ کړی دی چې د هند سره مخالفې دي. اکثر دغه ډلې د افغانستان سره هم په دې خاطر چې د هند سره دوستي لري مخالفت کوي.

پاکستان ادعا کوي چې په دې هیواد کې سخت دریځه ډلې چې په جگړو بوخت دي له افغانستان څخه سوق او اداره کیږي، خو افغان مقامات وایي چې پاکستان سخت دریځو ډلو ته پناه ورکوي او په ځانگړې توگه د طالبانو اود حقاني شبکې ملاتړ کوي چې دا کار په افغانستان کې یاغیگرۍ ته لمن وهي.