BBC
 شاته

امریکا پر پاکستان میلیونونه ډالره پوځي مرسته درولې

Image copyright bbc
Image caption د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا خبرې غونډې ته وویل، پاکستان به د سخت دریځو خلاف فعالیتونه روان ساتي

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پاکستان لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې ځکه درولې، چې وايي، پاکستان د حقاني شبکې پرضد عمليات نه دي کړي.

د پينټاګون د ویاند په خبره د امريکا د دفاع وزیراش کارټر د هغه سند له ورکولو انکار کړی، چې له مخې به يې پاکستان ته دغه مرسته ورکول کېده. امريکا پاکستان ته له ۲۰۰۲ عیسوي کال راهیسې د ایتلافي ملاتړ مرستې په لړ کې دغه مرستې ورکوي.

بل لور ته پاکستان ویلي، دوی نه یوازې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کوي، بلکې د ترهګرۍ خلاف مبارزې کې له نړیوالې ټولنې سره هر ډول شونې مرسته کوي. اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا خبرې غونډې ته وویل، پاکستان به د سخت دریځو خلاف فعالیتونه روان ساتي او ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي، چې دغه هېواد کې پټنځایونه ولري.

Image copyright AFP
Image caption ددغو پوځي مرستو اووه سوه میلیونه ډالره مخکې لا پاکستان ته ورکړل شوي خو پاتې درې سوه میلیونه يې اوس نه ورکول کېږي.

د ۲۰۱۵م عیسوي کال لپاره امریکا په دې لړ کې د پاکستان لپاره زر میلیونه ډالره مرسته ټاکلې وه، خو کانګریس ددې مرستې شاوخوا درې سوه ملیونه له دغه شرط سره تړلي و، چې پاکستان به د حقاني شبکې پرضد عملي ګام اخلي او که د امریکا د دفاع وزیر ددوی له دغه ګامه ډاډه شي، په ځواب کې به يې ددغه درې سوه میلیونه ډالرو د مرستې ورکول تایید کړي.

امریکا وايي، پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملياتو کې د ډېرو وسلوالو ډلو پرضد ګام واخیست خو حقاني شبکه او افغان طالبانو ته يې هېڅ ونه ویل او دغه دواړه ډلې اوس هم هلته فعالې دي.

حقاني شبکه د وسلوالو طالبانو تر ټولو فعاله ډله ده، چې د امریکا په خبره د پاکستان له خاورې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي. وړاندې هم څو ځله نړۍ د پاکستان پوځي څارګره اداره ای ایس ای ددغې ډلې په ملاتړ او مرستې تورنه کړې وه.

په امریکا کې د بارک اوباما حکومت له راتګه وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لپاره مرستې درېږي. ددغو پوځي مرستو اووه سوه میلیونه ډالره مخکې لا پاکستان ته ورکړل شوي خو پاتې درې سوه میلیونه يې اوس نه ورکول کېږي.

امریکا د ۲۰۱۶م عیسوي لپاره هم مخکې لا د زر میلیونه ډالره بودیجې پر ځای نهه سوه ملیونه ډالره کړې او دا ځل يې له همدې شرط سره درې نیم سوه میلیونه ډالره تړلي، چې که پاکستان بیا هم د حقاني شبکې پرضد ګام نه اخلي، دا ځل به يې له دغې مرستې درې نیم سوه میلیونه امريکايي ډالر کم کړي.

Image copyright AFP
Image caption تردې وړاندې امریکا پاکستان د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره هم پاکستان ته ورکول کېدونکې مرستې درولې وې

په واشنګټن کې د پاکستاني سفارت ویاند ندیم هوتیانا د بي بي سي خبریال برجېش اوپاديايې ته ویلي، دغې مرستې پاکستان ته د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ورکول کېږي، چې په کې د پاکستان او امریکا دواړو ګټه ده. دغه ویاند ویلي، پاکستان د ضرب عضب په نامه عملياتو کې د هر ډول وسله والو پرضد عمليات کړي او تر منځ يې هېڅ توپیر نه دی کړی.

د کارپوهانو په خبره د امريکا لخوا د پاکستان لپاره ددغو مرستو د درولو له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لانورې ترینګلې شي.

تردې وړاندې امریکا پاکستان د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره هم پاکستان ته ورکول کېدونکې مرستې درولې وې.

د کارپوهانو په خبره دغه مرستې د پاکستان پوځ لپاره مهمې دي، ځکه چې هغوی له مودې راهیسې همدا مرستې د خپلې بودیجې برخه ګڼله.

امریکا له ۲۰۰۲ عیسوي کاله راهیسې په دې لړ کې پاکستان ته شاوخوا ۱۴ میلیارده امریکايي ډالره مرسته ورکړې.