BBC
 شاته

ارجنټاین کې جنسیتي تاوتریخوالي سره مبارزه څنګه بریالۍ شوه؟

Image copyright AP
Image caption ارجنټاین کې د جنسیتي تاوتریخوالي پر ضد د هڅو له یو کال تېرېدلو وروسته د "ان یو بل کس هم زیات دی" غورځنګ لاریون چې تېره میاشت وشوه.

د ارجنټاین حکومت ویلي، د لومړي ځل لپاره په ټول هیواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي جرړو ویستلو لپاره ملي طرحه پلې کوي. دا لوړفکره پروګرام د هغو پراخو هڅو په ځواب کې دی چې په ټوېټر کې فعالو ارجنټایني مېرمنو په داو طلبانه ډول پیل کړ او ډېر ژر پراخ شو؛ تر دې چې یو میلیون کسانو د دې کمپاین ملاتړ وکړ او په دغه هیواد کې یې د ښځو پر ضد تاوتریخوالي پروړاندې اعتراض وکړ.

اوس دغه هڅې د ارجنټاین له پولو هم اوښتې او د لاتینې امریکا نورو هیوادونو ته پراخې شوې دي.

۱۴ کلنه مېندواره نجلۍ کیارا پایز چې درې ورځې ورکه وه، مړی یې د خپل ملګري په کور کې ښخ کړی وموندل شو. نوموړې اړ کړی شوې وه چې د ماشوم سقط کولو ګولۍ وخوري او ورپسې تر مرګه ډبول شوې وه.

۱۷ کلنه دیانا ګارسیا هم ورکه شوې وه، هغې خپله ۱۷مه کلیزه په یوه کلب کې لمانځلې وه چې یوه ورځ وروسته یې د مړي پاتې شوني د سړک پرغاړه د خځلو په ډېران کې وموندل شول.

په ارجنټاین کې د دا ډول قربانیانو لړۍ پای نه لري. په ارجنټاین کې د نادولتي ادارو اټکل دی چې په هرو ۳۱ ساعتونو کې د جنسیت له امله یوه مېرمن په دغه هیواد کې وژل کیږي.

د ۲۰۱۵ کال په جون کې ارجنټاینۍ مېرمنې سړکونو ته ووتلې، د کیارا وژنې د داسې خوځښت سپرغۍ بله کړه، چې کمو کسانو یې د دومره پراخېدلو فکر کاوه. د یوې ارجنټاینۍ راډیو خبریالې مارسلا اوخدا خپل ټوېټر کې یوه جمله ولیکله چې اوس په ارجنټاین کې تاریخي شوې ده. هغې مېرمنو ته په وینا کې وویل: "ایا نه غواړئ د اعتراض په توګه خپل غږ پورته کړئ؟ دوی موږ وژني."

نو همدا وه چې د "ان یو بل کس هم ډېر دی" (Ni Una Menos) غورځنګ سر را پورته کړ.

Image copyright AFP GETTY IMAGES
Image caption د ښځو د حقونو فعالان وايي، د جنستیي دلیل له امله ښځې د وژنې د کچې رسمي احصاییه هم نه لري.

کومو ښځو چې دا کمپاین پیل کړ، له همغه راهیسې تراوسه یې د میلیونونو کسانو پام ځان ته وراړولی او په ټول ارجنټاین کې یې بېلابېل لاریونونه کړي دي.

اوس نورو ډلو د جنسیتي تاوتریخوالي په اړه د حساسيت او پوهي زیاتولو لپاره د لاتینې امریکا نورو سیمو کې د دوی پر پل قدم ږدي.

څو ورځې مخکې د ارجنټاین حکومت د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي سره د مقابلې لپاره د یوې طرحې جزیات خپاره کړل. ټاکل شوې دا طرحه راتلونکی کال اجرا شي چې مجرمانو ته د پښې الکترونیک ولچک او د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره امن ځایونو جوړول پکې راځي.

دا پروګرام به هغه قانون پلی کړي چې ۲۰۰۹ کال کې د ارجنټاین په ملي کانګرس کې تصویب شو، خو هېڅکله اجرا شوی نه دی. هغه فشار چې د "ان یو بل کس هم ډېر دی" فعالیت پر دولت اچولی، د ولسمشر موریسیو مارکي پر دولت د فشار خورا اصلي عامل و، او د دې طرحې اجرا کولو ته یې اړ کړ.

Image copyright AFP GETTY IMAGES
Image caption په یوروګوای کې د ښځو د جنسیتي وژنو پر ضد لاریونونه، د ارجنټایني مېرمنو غورځنګ د لاتینې امریکا نورو هیوادونو ته هم ورسېد.

خو یو دواطلب کمپاین څنګه مهم شو او د ارجنټیان حکومت پر سیاست یې اغېز وکړ؟

کارپوهان وايي، د دې هڅو د اغیزمن کېدلو یو دلیل هم له داسې سرچینو کار اخیستل و، چې په نننۍ نړۍ کې اوس ورته لاسرسی شونی دی.

په ټولنیزو شبکو کې د #هشټګ په مرسته ټولنیز غورځنګ

کیسه له یوه ټویټ پیل شوه چې پام ورواوښت او نورو کاروونکو زرګونه ځلې شریک کړ. له هغه وروسته چې مېرمن اوخدا په ټوېټر کې له خلکو وغوښتل، چې د ښځو ضد ټکان ورکوونکي تاوتریخوالي پروړاندې یو کار خو وکړي، نو په زرګونو خلکو یې غوښتنې ته ځواب ورکړ او په خپلو ټوېټونو کې یې له #NiUnaMenos هشټګ نه کار واخیست. دا عبارت دا مانا لري چې ان د یوې بلې ښځې مرګ هم ډېر دی، په اوله میاشت کې نژدې ۲۰۰ زره ځلې ټویټر کاروونکو خپور کړ.

لس خبریالې چې له دې مخکې یې په خپلو کې سره نه پېژندل د ټوېټر له لارې سره ملګرې شوې، د ۲۰۱۵ کال په جون کې یې لومړنی پراخ لاریون پلان کړ. دغو ښځو په انټرنټ کې د خپلو ارتباطي شبکو په کارولو د دې خوځښت اهمیت نورو خلکو ته روښانه کړ او هغوی یې په مظاهرو کې ګډون ته وهڅول.

Image copyright AFP
Image caption د جنسیتي وژنو پرضد د مېرمنو هڅې د یوخ اغېزناک هشتګ په کارولو سره پراخې شوې.

غورځنګ یې په انټرنټ کې سر را پورته کړ، پراخ شو، له انټرنټي شبکو کار اخیستل و چې د دوی خوځښت ته د لا ځوان نسل پام ور واوښت. ځینې شعارونه چې د مجازي نړۍ له زړه را ووتل، په بېلابېلو ښارونو کې یې د لاریونونو پلاکارډونو ته هم لار وکړه او د ارجنټاینۍ ټولنې لویې برخې ته اشنا نومونونه شول. لکه (د شاهزاده بې پناه مېرمنو تربیت، او تاوتریخجن کوچني سړي پایته ورسو"، "نه غواړم راته ووایې څه ډول جامې واغوندم" او داسې نور شعارونه.

له هغه راهیسې تر اوسه د جنسیتي تاوتریخوالي پرضد د انټرنېټ په کارولو څو نورې هشتګي هڅې شوې دي. یوه له هغه هم د هغو ښځو د امنیت په هکله ده چې یواځې سفر کوي.

دا کمپاین چې له #ViajoSola هشتګ کار اخلي، د دوو ارجنټایني نجونو له دردناکې وژنې وروسته پیل شو، چې په ایکوادور کې یې سفر کاوه. کله چې روښانه شوه، دغو دوو پېغلو د ایکوادور په مختلفو سیمو کې له بکسې سره یواځې سفر کاوه، ډېرو یې ملامتیا پر دوی واچوله او ویې پوښتل چې ولې دې دوو نجونو یواځې سفر کاوه. په دې نیوکو پسې په انټرنټ کې د هغو ښځو په ملاتړ اعتراضونو پیل شول، چې یواځې سفر کوي.

Image copyright FAMILIA MENEGAZZO
Image caption په ایکوادور کې د هغو دوو ارجنټایني نجونو وژنې (زه یواځې سفر کوم) کمپاین رامنځته کړ

وشمېرئ، ډلبندۍ کړئ او خپور کړئ.

د "ان یو بل کس هم ډېر دی" کمپاین ځینو مانیفستو غوښتنه دا ده چې د قربانیانو د شمېرې او په دې تړاو معلوماتو ته لاسرسي زمینه برابره کړي. د نورو ډېرو هیوادونو په څېر په ارجنټاین کې هم د هغو ښځو د شمېر په هکله رسمي شمېرې نیمګړې دي چې په جنسیتي دلیل وژل کیږي.

په ارجنټاین کې د ښځو د حقونو څو نادولتي ادارو، د دې وژنو په هکله رسنیز رپوټونه و ارزول او دې پایلې ته ورسېدل، چې په هرو ۳۱ وګړیو کې یوه مېرمن په دې دلیل وژل کېږي چې ښځه ده او په تېرو اتو کلونو کې نژدې ۲۱۰۰ ښځې د جنسیتي مسایلو په دلیل وژل شوې دي. خو د رسمي شمېرو په نشتون کې داسې ښکاري چې دا شمېرې د سمندر یوه څاڅکه وي او ریښتونی شمېر به له دې هم ډېر زیات وي. له دېامله د "ان یو بل کس هم زیات دی" غورځنګ له دولته غوښتي چې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو یو مرکزي او رسمي ځانګړی نوملړ چمتو کړي.

Image copyright NI UNA MENOS
Image caption ارجنټایني هنرمندان له کمپین سره ملګري شول، د کمپاین اصلي پوسټرونه یې په لاسونو کې ونیول، د ټولنیزو شبکو له لارې یې په دې کمپاین کې د خپلو عکسونو په خپرولو سره ډېر پلویان د کمپاین لپاره ټول کړي.

هینده پومرانیک، چې ددې غوځنګ یوه مشره ده، وايي: "د مظاهرو له پایته رسېدو وروسته له ۲۴ ساعتونو په لږ وخت کې، موږ لومړنی ښه خبر واورېد. د سترې محکمې قاضي النا هایتون زموږ له لاریون وروسته وویل، چې ستره محکمه کې به د قربانیانو نوملړ برابر شي."

دغو فعالانو پخپله "د نارینه وو د تاوتریخوالي لومړنی نوملړ" ډیزاین او په ښځو کې یې په پراخ ډول خپور کړ. په دې نوملړ کې د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه دي چې جنسیتي ګڼل کیږي، "له کینې نیولې تر کورنیو مالي سرچینو ته ښځو لاسرسي محدودول."

د ښځو د جنسیتي وژنو پرضد فعالې مېرمنې وايي، دا نوملړ د ښځو پر حقونو د تېریو په برخه کې د ډېرو پېښو په پېژندلو کې مرسته کوي او په پایله کې یې د ارجنټاین په نننۍ ټولنه کې د ښځو پرضد تاوتریخوالي د پراختیا او وضعیت په هکله کره احصایه ترلاسه کیږي.

د زرو کلیمو په ارزښت انځور

د دې هڅو د بري یوه برخه هم په نوم اېښودو او پرمخ وړلو پورې تړلې.

Image copyright LINIERS
Image caption د ارجنټایني کارتونیست لینیرس ډیزاین چې د غورځنګ په سمبول بدل شو

ډېرو هنرمندانو د تصویرونو ډیزانولو سره چې د ټولنیزو شبکو کاروونکو ته جالب و، د یوې نښې او یو ځانګړي هویت په جوړولو له دې هڅو سره مرسته وکړه.

مشهور ارجنټایني کارتونیست ریکاردو سیري چې په لینیرس پېژندل کیږي، د یوې داسې غمجنې نجلۍ تصویر – چې د مشهورو مصورو کیسو د ټولګې یو کرکټر دی – داسې ډیزاین کړ چې د یوې ییږې نانزکه یې په یوه لاس کې نیولې او بل لاس یې د مبارزې لپاره موټی کړی.

دا انځور اوس د (ان یو بل کس هم زیات دی)، غورځنګ په نښه بدل شوی. لینیرس له یوې ارجنټاینۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د ده په اند، د عدالت غوښتلو لپاره د دې نجلۍ موټي شوي لاس سره د هغې د معصومیت او ښکلي مخ تضاد سبب شو چې د ده ډیزاین ته ډېر پام واوړي. د دغه نوموتي کارتونیست په خبره، که په ډیزان کې له ناپېژندل شوي شخص کار اخیستل شوی وای، ښایي دومره پام ور اوښتی نه وی، خو دا چې د دې نجلۍ کرکټر یې له خپلو مصورو کیسو راوړی چې خلکو ته اشنا دی، نو د غورځنګ په نښه یا سمبول بدل شو.

د مایتنا په نوم یو بل کارتونیست چې یو بل انځور یې د دې غورځنګ په ملاتړ ډیزاین کړی وايي؛ "باوري نه یم چې یو انځور زر کلیمې ارزښت لري، خو هرو مرو ژر او په پراخ ډول پام ځان ته ور جذبوي."

دغورځنګ مشرانو د کمپاین د اغېز او باور زیاتولو لپاره له هنرمندانو او مشهورو کسانو غوښتي چې د (ان یو بل کس هم زیات دی) شعارونه په لاس کې ونیسي، عکس ور سره واخلي او دوی ته یې واستوي. نور ډېر کسان هم ژر له دې خوځښت سره ملګري شول، ښځې، سړي، کورنۍ او ان ماشومان هم له دې خوځښت سره یو ځای شول، خپل عکسونه یې په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړل او دغه غورځنګ ته یې نوی رنګ ور کړ.