شاته

وردګ: افغان ځواکونه ۷۰سلنه هوایي عملیات یوازې کوي

د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندان وایي، افغان هوایي پوځ به د ۲۰۱۹میلادي کال تر پایه په بشپړه توګه په خپلو پښو ودریږي.

جنرال عبدالوهاب وردګ ازادي راډيو سره مرکه کې وویل چې افغان ځواکونه اوس هم اویا فیصده هوایي عملیات په یوازې توګه ترسره کوي او په ځینو مواردو کې نړیوال ځواکونه په دا ډول عملیاتو کې ښکیلیږي.

له ښاغلي وردګ سره د ازادي راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل مرکه کړې او لومړی یې دا پوښتنه کړې ده چې څومره الوتکې دا مهال د جګړې په ډګر کې فعالیت کوي؟