شاته

اوباما: لومړی ځل دی چې ناټو له یوه حساس پړاو سره مخ شوې ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په اروپا کې له سیاسي اوامنیتي ستونزو سره ، دا تړون د ثبات اساسي منبع دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سټولټنبرګ خبرې تایید کړې او ویې ویل چې د اتړون هیڅ کله، په یوه وخت کې له دومره زیاتو بشري، سیاسي او امنیتي ستونزو سره نه وو مخامخ شوی.

اوباما په وارسا کې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو دغونډې په پاي کې خبري کنفرانس ته وویل، دا تړون په تېرو اویا کلونو کې اول وار له ډېر حساس وضعیت سره مخامخ دی.

خو هغه ټینګار وکړ چې ناټو د دې ستونزو د حل توان لري.

بارک اوباما زیاته کړه:

"ناټو تړون ډېر چابک او تر بل هر وخت زیات تیاری دی، په دې سرمشریزه کې د مونتې نیګرو حضور څرګندوي چې د ناټو دروازې د هغو ولسونو پرمخ پرانیستې دي چې زموږ په لوړ ستندرد برابریږي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم وویل، دا تړون باید له خپلو غړیو پرته، په نورو هېوادونو کې هم د ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي.

د سټولټنبرګ په وینا، ناټو به له نورو هېوادونو سره د ترویرزم او نورو خطرونو په وړاندې د مبارزې لپاره د پوځي روزنې په پروګرامونو کې مرسته کوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره به خپل پوځیان دې سیموته استوي.

سټولټنبرګ په عراق کې د اسلامي دولت په نوم دوسله والې ډلې یا داعش پرضد د مبارزې لپاره د عراقي ځواکونو د روزنې دپروګرام اعلان هم وکړ.

د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ:

"موږ پرېکړه وکړه چې د داعش پرضدله مبارزې سره مستقیمه مرسته وکړو، زموږ زیات غړي هېوادونه د داعش پرضد د نړیوال ائتلاف غړي دي، اوس، موږ په اصولو کې موافقه وکړه چې د ناټو څارونکې الوتکې به د ایتلافي قواوو ملاتړکوي،دا د تروریزم د له منځه وړلو لپاره له مبارزې، زموږ د ملاتړ څرګنده نښه ده."

ناټو همداراز پرېکړه وکړه چې د خپلو عسکرو څلور لواوې په پولند، لاتویا، لیتوانیا اواستونیا کې ځای پرځای کړي.

د دې پوځیانو مشري به کاناډا، امریکا، بریتانیه اوجرمني کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، د سړې جګړې ترپای ته رسېدو وروسته، دا اول وار دی چې د ناټو غړي هېوادونه د خپلې ګډې دفاع لپاره دومره زیات عسکر په اروپا کې ځای پرځای کوي.

بارک اوباما وویل:

"لکه څرنګه چې ما پرون اعلان وکړ، امریکا به د ناټو لومړی غړی وي چې عسکر یې پولند ته ورسېږي، بریتانیه به په استونیا، جرمني په لیتوانیا اوکاناډا به په لاوتیا کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي، دا په دې معنی ده چې د ناټو نږدې ۴۰۰۰ زره عسکرپه دې سیمه کې په دوره ایې خدمت ګومارل کېږي، همداراز، د امریکا د زغره والوځواکونو لواوې به چې ۴۰۰۰ عسکر به په کې وي، په اروپا کې ګرځنده خدمت پیل کړی. "

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه له اوکرایینه جلا اوله ځان سره یوځای کړه.

روسیې همداراز د اوکرایین په ختیځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړته دوام ورکړی چې د اوکرایین د حکومت پرضد جنګېږي.

د اوکرایین ولسمشر پېرو پروشینکو پرون د ناټو له عمومي منشي سره ترکتنې وروسته وویل چې ناټو او اوکرایین د ګډ مشارکت موافقه وکړه چې د دواړو امنیتي اړیکې لا ټینګوي او د ګډو عملیاتي پروګرامونو د ترسره کولو صلاحیت ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل چې په اوکرایین کې به د دوی زیات سلاکاران په کار پيل وکړي اوله ناټوسره د چارو د هماهنګۍ ځانګړی استازی به هم ورته وټاکل شي.

ستولتنبرګ وویل، د دوی اصلي پیغام دا دی چې د ناټو تړون ټول غړي د خپلې دفاع لپاره سره متحد دی او ګډ دریځ لري.